د نسوارو کارول د سرطان خطر ډېروي
د روغتیا ملي ادارې د راپور له مخې، په پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د سرطان ۲۶۹ زره ۷۰۷ پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې په پاکستان کې د سرطان ۲۶۹۷۰۷ پېښې ثبت شوي چې په دې کې د ښځو شمېر ۵۳.۶۱ سلنه او د نارینه ناروغانو شمېر ۴۶.۷ سلنه دی. راپور کې ویل شوي چې تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب کې 45.13 سلنه ثبت شوي او په سند کې 26.83 فیصده کیسونه ثبت شوي، په خېبرپښتونخوا کې 16.46 فیصده او بلوچستان کې 3.52 فیصده کېسونه ثبت شوي دي. د راپور له مخې، د سینې سرطان په هېواد کې تر ټولو عام موندل شوی، ورپسې د خولې، کولمو، ځيګر او سږو سرطان دی. په نارینه وو کې د خولې سرطان تر ټولو عام و، ورپسې د ځیګر، کولمو، سږو او پروستات سرطان و، په داسې حال کې چې د سینې، تخمدان، خولې، رحم او کولمو سرطان په ښځو کې تر ټولو عام و، په ځوانانو کې د سینې سرطان او د هډوکو سرطان عام و . په راپور کې راغلي چې د سرطان په کچه کې د غیر معمولي زیاتوالي لامل د خوړو په عادتونو کې د پام وړ بدلون دی، چې د ځوان نسل په منځ کې د فاسټ فوډ او غوښتنې زیاتوالی له پامه غورځول کیدی نشي.
د راپور له مخې، په پاکستان کې له هرو څلورو کې د خولې د سرطان درې لاملونه د پاڼ، چلیا او ګوټکا له امله رامنځته کېږي، چې لامل یې په کراچۍ، خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نسوارو استعمال دی. راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د سینې سرطان معمولاً له ۳۰ کلنۍ څخه په کم عمر کې تشخیص کېږي، د ارزونې او کتنې پروګرام نشتوالی او ټولنیز فشار یې عمده لاملونه دي، تشخیص یې ناوخته یا په وروستي پړاو کې کېږي، چې د سرطان او بیا وروسته د مړینې لامل کیږي.