سرطان 19, 1402 17:30 Asia/Kabul
  • ښځې څنګه په باراني موسم کې پوستکی له زیانونو څخه ساتي؟

هغه مېرمنې چې غوړ او حساس پوستکي لري باید پدې موسم کې د پوستکي ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي!

هغه ښځې چې حساس پوستکي لري باید د باران په موسم کې خپل ځان ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې په هوا کې نم او رطوبت د پوستکي د خارښت، دانو، او داسې نورو لامل ګرځي.

لکه څنګه چې په وچه هوا کې مکروبونه زهر خپروي او ناروغۍ ډېرې وي دارنګه په باراني او لمده هوا کې هم مکروب خپل زهر خپروي چې پوستکی ورسره سمدلاسه غبرګون ښکاره کوي، هغه که د دانو په رنګ وي او که د خارښت په ډول خو ځان راښکاره کوي.

د کارپوهانو په وینا هغه مېرمنې چې غوړ او حساس پوستکي لري باید په دې موسم کې د پوستکي پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په پوستکي ځانګړي او د تالکم پوډر ووهي، له حمام وروسته د انټي سیپټیک لوشن وکاروي.

له بلې خوا په بوټو کې د الو ویرا ژل کارول هم د پوستکي لپاره خورا ګټور دي. د کارپوهانو په وینا، د باران له اوبو څخه د پوستکي د ساتنې په موخه ځان لېرې وساتئ!

تگ