'کوانټم کمپیوټر' څه شی دی؟
تر اوسه مو د کوانټم کمپیوټر نوم اورېدلی وو؟ د کوانټم کمپیوتر ځانګړې څه دي؟
د بریتانیا د دفاع وزارت د دې هېواد لومړۍ دولتي اداره شوه چې نوی پرمختللی 'کوانټم کمپیوټر' یې ترلاسه کړ.
'کوانټم کمپیوټر' د دې وړتیا لري چې ډېر پېچلي حسابونه په ډېر کم وخت کې بشپړ کړي او ډېرې هغه چارې ترسره کولی شي چې اوسني عادي کمپیوټر یې نشي کولی.
اوس د بریتانیا دفاع وزارت د (اورکا کمپیوټنګ) په نامه یو شرکت سره پر دې کار کوي چې په دفاعي سکتور کې له 'کوانټم تکنالوژۍ' څنګه ګټه اخیستل کېدای شي.
د یاد وزارت د ساینس او تکنالوژۍ برخې کار کوونکی سټیفن ټېل وایي، د دې تکنالوژۍ ترلاسه کول یو مهم پرمختګ دی.
په کورونو او کارځایونو کې ډېری اوسني کمپیوټرونه د ډېټا یا مالوماتو پروسس کولو لپاره په binary یا دوه عددي سیستم کار کوي. خو کوانټم کمپیوټر د دې چارې لپاره د (کیو بېټ) سیستم کاروي.
د دې نوی سیستم ځانګړتیا دا ده چې د ډېټا پروسس کولو لپاره په خورا چټکۍ میخانیکي مراحل بشپړوي او د عادي کمپیوټر برعکس د تېروتنو احتمال هم کمېږي.
د بېلګې په توګه هغه کمپیوټري یا حسابي ستونزې چې یو عادي کمپیوتر یې د حل کولو لپاره کلونه وخت نیسي، یو کوانټم کمپیوټر یې په څو دقیقو کې حل کولی شي.