سرطان 17, 1402 17:23 Asia/Kabul
  • د رژیم پیلولو لپاره غوره میاشت کومه ده؟

هغه مېرمنې او ښاغلې چې غواړي ښایسته ښکاره شي، د خپلو خواړو عادتونو د کنټرول لپاره 'رژیم' ته ګوري ، خو ایا تاسو پوهیږئ چې د رژیم لپاره هم ځانګړی وخت شته؟ هو. د کال له 12 میاشتو څخه، جنوري د وزن کمولو لپاره ترټولو غوره میاشت ده.

د اکسفورډ پوهنتون یوې څیړنې موندلې چې د هغه رژيمي خوړونکو کسانو چې د کال په پیل کې یې د وزن کمولو پروسه پیل کړې، د هغوی وزن ډېر کمیږي.

د دې څیړنې له مخې هغو کسانو چې په جنورۍ کې یې رژیمي خوراک پيل کړی، په اوسط ډول ۲.۵۴ کیلوګرامه وزن له لاسه ورکوي، په داسې حال کې د هغو کسانو چې په دوبي کې یې رژيمي خواړه خوړل پیل کړي په اوسط ډول یې ۱.۶۱ کیلوګرامه وزن له لاسه ورکوي.

څېړونکي په دې باور دي چې که څوک د کال په سر کې د وزن کمولو هوډ ولري نو په دغه چاره کې به بریالي وي. دوی دا هم ویلي دي چې په دوبي کې دغه چاره ستونزمنيږي. څېړونکو دا په ډاګه کړې چې په نوي کال کې د وزن کمولو پرېکړه هر څوک وکړي نو هغه به مثبته ثابته شي.

په دې څیړنه کې، څیړونکو د 85,514 برتانوي اتباعو پایلې لیدلي چې اوسط عمر یې 65 کاله دی. دوی ټولو د جنوري 2017 او دسمبر 2018 ترمینځ د ملي روغتیا سیستم لاندې د شکر ناروغۍ مخنیوي پروګرام پیل کړی و.

تگ