سرطان 15, 1402 13:19 Asia/Kabul
  • میتا د ټویټر په مقابل کې د تریډس په نامه نوی جال پرانیست

#میتا، چې فیسبوک یې هم یوه برخه ده، د ټویټر په مقابل کې د «#تریډس- Threads» په نوم یوه نوې شبکه پرانیستله.

په تریډس کې یوازې متن لیکل کېږي،‌ که څه هم دا نوې شبکه په «آپل» او «انډروایډ» کې په انلاین ډول بازار ته وړاندې شوه او د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکېرا او د هالیووډ د خبریال په ګډون یو شمېر مخورو څېرو یې کارول پیل کړل،

#ایلن ماسک سره له دې چې #ټویټر کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دی، خو شبکه یې لا قوي بدیل او رقیب نلري.

د #میتا اجرايي مشر او د #فیسبوک مالک #مارک زوکربرګ په تریډس کې په خپل لومړي پیغام کې لیکلي‌ دي: «راځئ چې ویې وکړو. تریډس ته ښه راغلاست.» زوکربرګ د ایلن ماسک سرسخت رقیب بلل کېږي‌ او هیله لري چې تریډس به د مخورو کسانو، شرکتونو او سیاستوالو لپاره د اړیکو ښه جال وي.

د #ټویټر مالک# ایلان ماسک او د میتا اجرايي مشر مارک زوکربرګ څه موده مخکې یو بل ته اخطارونه ورکړل چې باید د یوې لویې پنجرې په منځ کې یې سره معلومه کړي.

د میتا اجرايي مشر خپلو کارکوونکو ته ویلي وو چې تریډس به د ټویتر په څېر وي،‌ خو «عاقلانه به مخې ته وړل» کېږي.

په ټوله نړۍ کې،‌ چې د فیسبوک او انستاګرام ډېر کاروونکي لري، په میتا باندې نیوکې شوې دي‌ چې د شخصي معلوماتو د استفادې له کبله نیوکې شوې دي.