سرطان 13, 1402 14:33 Asia/Kabul
  • د ماشوم د روزنې لپاره دا ټکي په پام کې لرئ

ژباړه: سیف خوستی

آیا دماشومانو د روزنې لپاره کوم ځانګړي اصول شته چې، د هغو په پام کې نیولو سره میندې او پلرونه خپل اولادونه ښه وروزي؟ ممکن کوم مشخص اصول به نه وي خوکولای شو ځينو ټکو ته اشاره وکړو تر څو د ماشومانو په روزنه کې راسره مرسته وکړي.

همغږي اوسئ:

ماشومان مو دښه کار په کولو سره تشویق کړئ، خو که خطا کوي باید یو نرم خبرداری ورکړل شي.

که پلار د ماشوم یو کار تاییدوي خو مور يې بد بولي نو اولاد به لار ورکی کړی. د دی لپاره اړینه ده چې مور او پلار یې همغږي اوسي.

د ماشومانو(اولادونو) پر وړاندي مودب اوسئ.

د قهر او غصي پر وخت مو اپلتې هم زده کوي. له ماشومانو سره د مناسبو لوبو کولو ته وخت بیلول بې ګټې نه دي. هغوی باید احساس کړي چې ورته مو پام دی.

له ماشومانو سره اړيکې جوړي کړئ:

له ماشومانو سره د اړیکو جوړولو ښه لار هغوي ته غوږ نیول دي. کله چې څه درته وايي خبرو ته یې غوږ ونیسئ، سره له دې  چې ورسره موافق نه يئ. اجازه ورکړئ چې خبرې یې خلاصې شي.

له ماشومانو سره دسترګو تماس او هغوي ته پام، دوي ته دا مانا لري چې خبرې او عقاید یې درته مهم دي.

ماشومانو ته د امر کولو پروخت مو باید لحن مودبانه وي. څنګه چې دیوه ښه ملګري په وړاندي، سړی با ادبه اوسيږي، له اولادنو سره هم اوسئ.

که اولادونه مو ډیر هم ستړي کوي، ورته ووايئ چې د پلاني کار په مقابل کې مو په غصه یم خو سپکوئ یې مه.

د دوی لپاره ښه سمبول واوسئ:

دکوم کار په ترسره کولو چې دوي ته امر کوئ، لومړی یې باید تاسو ترسره کړئ. له کارونو چې دوي منع کوئ تاسو یې هم مه کوئ. ماشومان زمونږ دخبرو په پرتله زمونږ له کړنو ډیر اغیزمن کيږي؛ ځکه يې نو لومړی باید له ځانه پیل کړو.

زیاته ازادې او محدودیت مه وضع کوئ:

کوم محدودیتونه او پولې چې ټاکئ باید منطقې وي. که ورته وایئ چې دشپې باید په خپل کور کې اوسي، دلیل یې هم ووايئ.

په یوه ځانګړي وخت کې ورته امر وکړئ:

که ماشوم ته د یوه کار د  کولو وایئ او له لاسه یې پوره نه وي یا پر کوم بل کار بوخت وي، د بل کار کولو امر ورته مه کوئ؛ ځکه په دې کار سره سپین سترګي کیږي.

اړینه نه ده چې د ماشوم ټولې غوښتنې پوره کړئ:

پدې برخه کې منطقي کار ترسره کړئ. بې له ځنډه يې ټول غوښتنې مه پوره کوئ. ددوي د هرې غوښتنې پوره کول ددې لامل کیږي چې تر واک مو ووځي.

د خپلو اولادونو لپاره، نه باید ټول کارونه تاسو ترسره کړئ. دوی هم کولای شي چې د وخت په تیریدو سره ځیني کارونه ترسره کړي. ماشومانو ته دا آزادې ورکړئ او کنه تنبل روږدي کیږي.

د ماشومانو د بریو او ناکامیو په برخه کې تیزې مه کوئ:

که مو ماشوم د ورزش په یوه سیالۍ کې بری خپل کړي او مډال ترلاسه کړي، له حد نه ډیر یې مه ستایئ. هغه که د بیا ځل لپاره ونکړای شي بریالی شي، ځوریږي. په ماتې او ناکامی سره یې ډیر خپګان مه کوئ ترڅو بیرته هڅه وکړي چې بریالی شي. دا په تعلمې برخه کې پوره د پام وړ ټکی دی.