سرطان 07, 1402 13:42 Asia/Kabul
  • د بامیان ولایت لنډه پېژندنه

که چیرته تاسو د بامیان ولایت په اړه معلومات نه لرئ اوغواړئ دغه معلومات ترلاسه کړئ نو لاندې لیکنه ولولئ.

بامیان دهندوکش دغرونو په جنوب، د بابا د غرونوشمال ته د افغانستان په مرکز کي دسمندر له سطحې درې زره متره لوړموقعیت لري. دغه ولایت د پخواني مدنیت لرونکی دی او د (بنداهش) په نقشه کي د (بامیکان) اوترمیلاد مخکې دپنځمې پیړۍ په آثاروکي د (فان یانگ) په نوم یاد شوی دی. په ۶۳۲ م کال کي دمشهور چینایي سیلاني (هیوان تسنگ) په روایت (فان ین نا) ذکرشوی دی. بامیان دافغانستان له ډیرولرغونو ولایتونو څخه دی چي دبودا دوه ویجاړې شوې مجسمې او بند امیر(دافغانستان لمړني ملی پارک) دهغه په تاریخي توب دلالت کوي. دغه ولایت ډیر زیات سوړ او له واورو ډک ژمی او معتدل او په زړه پوری (خوشگوار) پسرلی لري او ډیره سړه سیمه یې د پنجاب ولسوالۍ ده. د بامیانو مساحت نږدې ۱۸۰۲۹ کیلومترمربع دی چي د ټول هیواد په سلو کي ۲۶/۲ مساحت جوړوي.

 

تاریخی آبدات :

د بودا نړول شوې مجسمې، بندامیر، شهرغلغله، شهرضحاک، چهل برج، دره اژدر، د فیروزبها سیمه، دکلیگان استوپه، د چهل برج کلاوې، گوهرگین، چهل دختران، چهل ستون شهرشاهي د بامیانون وری تاریخي او لرغونې ساحې دي چي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځانته وراړولی دی او حکومت او خلک د توریزم له درکه د کال ښه عواید لاس ته وروړي.

 

بابا غر( کوه بابا) :د بابا د غر او کوه عروس د بامیانو ترټولو لوړو غرونو څخه دي. د بابا دغره لوړه څوکه د شاه فولادي په نوم یادیږي چي ۵۱۴۷ متره د سمندر له سطحې جگه ده او د بامیانو د مرکز په جنوب کي واقع شوې ده. د دغه غره په لوړو ارتفاعاتو کي د اوبو څلور طبیعي ډنډونه د ۱۰ څخه د تر۱۲ مترو په ژورتیا او د ۱۲ څخه تر ۱۵ جریبه ځمکې په مساحت شتون لري چي د هر لیدونکي پام ځانته ور اړوي. د بابا غر په کال ۱۳۹۱ هــ ش په رسمي توګه دملگرو ملتونو د ساتل شویوساحو په لیست کي ځای نیولی دی.

 

بند امیر : بند امیر د یکاولنگ ولسوالۍ کي د بامیانو دمرکزشمال لویځ په ۲۷ کیلومترۍ کي موقعیت لري او په ۱۳۸۹هـ ـ ش کال کي د ۴۰ زړه هکتاره ځمکې په مساحت د افغانستان د لمړني ملي پارک په حیث ونومول شو او د هیواد په کچه د سیل یا سیاحت له اهمیت څخه برخمن دی .

بند امیراوه طبیعي او په زړه پوري بندونه لري چي د ذولفقار، هیبت، پودینه، قنبر، غلامان بربراو پنیرک په نومونو یادیږي. دغه بندونه له ۹۰ څخه تر ۴۶۹ هکتاره مساحت لري. د اوبو د دغوبندونو ژورتیا چي ۱۳۵۲ هــ ش د آلماني لامبو وهونکو له خوا یې اندازه واخستل شوه تر ۹۰مترو پورې رسیږي. دغه لاجوردي رنگ بندونه د وچو غرونو په زړه کي پراته دي چي د هغوی طبیعي څیره(نما) د هر لیدونکي پام ځانته ور اړوي. د بیل بیل رنگ لرونکي غټ او واړه کبان(ماهي) او آهکي لویو ډ برو( کمرونه) د دغه بند ښکلا ور زیاته کړې ده .

فرهنګ:

په بامیانو کي له ۱۹۰۰ څخه ‌ډیر مسجدونه او تکیه خانې شتون لري چي خلک له هغو څخه د عبادت ځای او مذهبي مراسمو په نامه استفاده کوي. په دغه ولا یت کی بې له دوو شیعه اوسني مذهبونو څخه بل هیڅ مذهب شتون نلري او د بامیانو ټول اوسیدونکي د اسلام مقدس دین معتقد او پیروان دي. بامیان خپل ځانگړي هزاره ګي عنعنات هم لري چي یوه یې پیشپو ده چي په ډله ایز توگه اجرا کیږي چي ملي اتڼ ته ورته ده. دا په مرکزي سیمو(هزاره جات) کي یو ډول پخوانی او محلي رقص دی چي په ځینو سیمو کي د محلي شعر ویلو سره یو ځای او د نڅا په نامه ودونو کي ترسره کیږي.

 

صنعت :

د بامیانو ولایت کي لاسي صنایع لکه خامک گنډل، گلدوزي، غالۍ اوبدل ټغر اوبدل او د خورجینې اوبدل رواج لري چي زیاد سره یې د ښځو په واسطه جوړیږي. د دایکندي خلک د پسونو د وړیو په وریشلو هغه په ټغر، غالۍ اولیمڅي بدلوي او له هغو څخه د فرش په حیث گټه اخلي. په ډیره لږه اندازه د آهنگرۍ صنعت هم خپل تاریخي هویت ساتلی دی. له دې جملې څخه د کرنې سامانونه لکه کلند، پال (صوغمه)؛ د اوسپنې ټوټه چي د یوې(قلبې) په کنده کي نصب کیږي) د سیمې د بزگرانو د گڼې د پاره جوړیږي .

 

سپـورت :

په بامیانو کي ۱۶ سپورتي فدراسیونونه فعال دي چي د ۷۰۰ ښځینه ورزشکارانو په گډون ۱۲۷۴۹ تنه د بامیانو په سپورټي آمریت کي ثبت دی. میداني رزمي مختلف ډول سپورتونه لکه وزلوبه، شطرنج، سکې بازي اوغره ختل په ورزشي فدراسیون کي شاملې دي. په دغه ولایت کی له ټولو زیات وزلوبه د سنتي او دودیزوسپورتونو څخه گڼل کیږي.