د پروان ولایت پېژندنه
که غواړئ د ښایسته پروان ولایت په اړه معلومات ولرۍ نو لاندې لیکنه درسره ولولۍ.
پروان ولایت د افغانستان مرکزي او دوهمه درجه ولایتونو څخه دی چي د هېواد د پایتخت کابل د شمال په ۶۴ کیلو مترۍ کي موقعیت لري. دغه ولایت د میدان وردک، بامیان، بغلان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو سره هم سرحد دی او مرکز یې د چاریکارو ښار دی.
د پروان تاریخي او فرهنگي ځایونه:
د پروان سمسور او زرغون ولایت چې د امام اعظم رحمته الله علیه د زیږیدو اصلي ځای بلل کېږي؛ په جبل السراج، چاریکارو او بگرام کي تاریخي سیمې لري.
دجبل السراج ما ڼۍ په ۱۹۰۷ م کال کي د امیر حبیب الله خان دوره کې جوړه شوې ده. له دغې ماڼۍ څخه چي د ( سراج ا لمصار ) د بام په نوم نومول شوې وه؛ دغازي امان الله خان د پاچاهۍ تر وخته ( ۱۲۹۷ م ) دسلطنت د مرکز په توگه ترې کار اخیستل کیده.
د شاه یوسف قتال په گډون د رسول اکرم (ص) ۹۳ تنه اصحاب هم د چاریکارو په لویدیځ د هوفیانو په سیمه کی په شهادت رسیدلي دي چي مقبرې یې هم هماغلته دي. همدا ډول د سید عباس جان آغا، سید جعفر مجرد، او میرجهان زیارتونه هم په دغه سیمه کي دي.
د (چکري) لوی شل متری منار هم د کوشانیانو په وخت کي جوړ شوی دی. دغه منار په ۱۳۷۷ هـ کال کي د راکټ دلگیدو له امله وران شو او تر اوسه ندی رغول شوی.
بګرام د دغه ولایت د سیمو څخه یوه بله تاریخي سیمه ده چي د کابل شاهانو دوهم پایتخت و. همدغه راز د کوشانیانو د ځواکمن (مقتدر) پا چا – لوی کنیشکا ( ۱۶۰-۱۲۰ م) د وخت د ۱۶ آتشکدو آثار تر اوسه هم موجود دي. دهېواد لوی هوایي ډگر هم دبگرام په ولسوالۍ کي موقعیت لري.
تفريحي سیمې:
ګل غوندۍ د پروان ولایت په مر کز کي له مشهورو او تاریخي سیمو څخه ده چي د ارغوا ن ګل یي د شاعرانو لخو ستا یل شوی او خلک د ا وړي په موسم کي له کا بل او نورو ولایتونو څخه دغلته را ټولیږي او تفریح کوي.
سا لنګ چي یوه غرنۍ او ښکلې سیمه ده؛ د شپږو شمالي ولایتونو مواصلاتي لار او د شمال لودیځ ولایتونو لویه لار ده. خلک د اوړي په موسم کي د میلې لپاره هلته ته ورځي.
کانونه :
د سیاگرد په تیخان او سرخ پارسا کي د ډبرو سکر و کانونه، د سرخ پارسا د ترکمنو په دره کي د مسو کانونه، د سرخ پارسا ولسوالۍ په سرخ کي د سرب او جستو کانونه د کوه صافي دسیمې په مختلفو بر خو کې د کرومیت د ډبرو کانونه، د جرخشک په سیمه کي د سرو زرو او د سالنگ په ولسوالۍ کي د مرمر ډبرو کانونه شته.
لاسي صنایع :
د چاریکارو چاقو ګان د پروان ولایت له مشهور لاسي صنایعو څخه شمیرل کیږي. د پروان یوشمیر ښځې او نارینه د ټغر په اوبدلو بوخت دي؛ خو د څرمنو (چرمي) لاسي صنایع او د مریو (مهره ها) کالي هغه شیان دي چي د دغه ولایت یوشمیر ښځې یې بوختې کړې دي.
د دغه ولایت نساجي صنایع (په ځانگړې توګه دکتان ټوکر) په ټول افغانستان کي شهرت لري.
فرهنگ :
د دغه ولایت فرهنگي فعالیتونه نسبت ډیرو نورو ولایتونو څخه ښه دي. هرکال د ارغوان مشاعره په گل غونډۍ کي ترسره کیږي. پردې سربیره نورې فرهنگي هڅې هم ترسره کیږي چي د دغه ولایت فعالو تلویزیوني، صوتي او چاپي رسنیو څخه په گـټې اخستو سره یې وده موندلې ده.