سرطان 07, 1402 13:27 Asia/Kabul
  • د هرات تاریخی ولایت لنډه پېژندنه

که غواړئ د هرات ښکلي او تاریخي ولایت څخه باخبره شئ نو لاندې لیکنه په غور ولولۍ.

هرات ولایت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې له مخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پارسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان او پارسي ژبي هم پكې اوسېږي.

هریرود ( په لاتیني : Arius) د همدې ولايت د ښار له څنډې څخه تېرېږي.

تاریخ

د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دىجامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.

وګړي

او د خلكو شمېر يې په ۱۳۵۹هجري ل كال كې ۷۸۸۴۱۴تنه و، چې د ۲،۳ سلنې په ډېرښت سره په ۱۳۷۹هجري كال كې دا شمېره ۱۱۵۱۸۸۴تنو ته لوړه شوې ده. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.

اداري ویش

د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی.

هرات ولسوالۍ

انجيل ولسوالۍ

پښتون زرغون ولسوالي

ګذره ولسوالۍ

کارخ ولسوالۍ ( کرخ )

کشک ولسوالۍ

گلران ولسوالۍ

کوهسان ولسوالۍ ( کهسان )

غوريان ولسوالۍ

زنده جان ولسوالۍ ( زندجان )

ادرسکن ولسوالۍ

شين ډنډ ولسوالۍ ( شینډنډ )

اوبې ولسوالۍ ( اوبه )

فارسي ولسوالۍ

چشت شريف ولسوالۍ

 

د نامتو بزرګانو زیارتونه

هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:

د هرات پير (خواجه عبدالله انصاري )

مولانا جامي

امام فخر رازی

خواجه محمد ابوالولید

خواجه علی موفق بغدادی

شهزاده عبدالله

سلطان آغا

خواجه غلطان ولی

مولانا حسین واعظ کاشفی

مولانا سفنج

سید عبدالله مختار

 

میوې

د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.

انگور: دې ولايت كې د انگورو څه باندې ۶۰ ډوله انگور پېژندل شوي، چې د نامتو انگورو ډولونه يې پدې ډول دي:

فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _

خټكي

زردالو

بهی

اينځر

بادام

توت

شفتالو

الوچه

هندواڼه

مڼه

ناک

امرود

 

ځنګلونه

د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.