کابل ولایت لنډه پېژندنه
کابل ولایت په اړه که پوره معلومات نه لرئ نو لاندې لیکنه ولولۍ.
کابل چې د هېواد په ختيځ کې پروت دی، د افغانستان له څلوردېرشو ولايتونو نه يو دی. د ولايت مرکز د کابل ښار دی چې د افغانستان پلازمېنه او ستر ښار هم دی. په ۲۰۲ز کال کې د کابل د وګړو شمېر له پنځه ميليونه نه زيات ښودل شوی، له دې ډلې پنځه اتيا سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي. د دې ولايت اوسنی والي ملا شيرين اخوند دی.
شمال ته د پروان ولايت، شمال ختيځ ته له کاپيسا ولايت، ختيځ ته له لغمان ولايت، سويل ختيځ ته له ننګرهار ولايت، سويل ته له لوګر ولايت، او لويديځ ته له میدان وردګ ولايت سره پوله لري.
نوم
د کابل کلمه د کوبه سیند څخه اخیستل شوې، د کابل بحر لپاره د سنسکریټ ویدیک نوم، چې د نورو دریو سیندونو سره د ریګودا سیندونو (سیپټوساندو) په لیست کې یاد شوی دی: راسا (د آوستان لړۍ ته ورته دی) کورومو (د پاکستان په کلیوالو سیمو کې یوه دره د کرمې په نوم ده). او سَرَیو (د هرات ولایت هماغه هریرود دی)
د لرغونې یونان په ځینو سرچینو کې کارورا / کابورا یا کابوورا نوم یاد شوی چې د پاروپامیز (ګندهارا) په سیمه کې د یو ښار نوم دی. چې بطلیموس د جغرافیې په اړه په خپل ۶ کتاب ، ۱۸ څپرکي، 4 پراګراف کې د دې ښار د نوم یادونه هم کړې، او څرګنده ده چې دا د ځایي نوم یو نقل و.
اورتوسپانا د بل ښار نوم دی چې بطلیموس د پاروپامیز په سیمه کې ورڅخه یادونه کړې، او اسټرابو په خپل کتاب 11، څپرکي 8، پراګراف 9 کې دا یو مهمه څلور لارې بللې چې له هغه ځایه درې لارې د باختر ځمکې سیمو ته نښلول شوي.
د لرغوني چين په ځینو سرچينو کې د کاو-فو نوم له پينځمې پېړۍ څخه په ځای پاتې دي او د چينايي زيارت کوونکي هوانګ تسنګ له ليکنو څخه څرګندېږي چې دا نوم هم د ځايي نوم کابورا څخه رانقل شوی دی.
په څلورمه پېړۍ کې د هفتالیانو تر راتګ مخکې د ګندهارا نوم په لرغوني چین کې جِپ پولو یاد شوی. یوزف ماراکوارت
مشهور الماني مستشرق دا نوم د -ǰābul/Jabul یا ژابُل له شکل څخه اخستل شوی بولي چې همدا د نن ورځې کابل دی، او وايي چې د همدې دورې په هندي سکې باندې د(ṣāhiǰawūwlaḥ/ulaabula) چې کیدای د (ژووله/ ژَبُله) په مانا وي لیدل کېږي.
په لومړنیو اسلامي سرچینو کې کابلستان د کابل سیند په پورتنیو برخو کې د یوې ځمکې نوم دی چې په مبهم ډول په لویدیځ کې د بامیان او په ختیځ کې د لغمان تر منځ د ځمکې په نوم یادیږي.
د څلورمې هجري پېړۍ (لسمه زېږدیزه) د مقدسی په نوم جغرافیه پوه د غزنه شمالي سیمې او زابُلستان ټولې ځمکې چې د لوګر دره هم په کې شامله ده د کابلستان یوه برخه ګڼلي دي. دا هماغه وخت وو چې د کابل نوم د کابلستان د ټولې ځمکې په ځای یو ښار ته وکارول شو.
په ۱۹۶۴ز کال کې د کابلستان زړه د کابل په نوم ونومول شو.
جغرافیوي جوړښت
کابل د سمندر له سطحې نه د ۱۸۰۰ متره (۶۰۰۰ فوټه) په لوړوالي سره د شمالي عرض البلد په ۳۴-۳۱ او ختيځ طول البلد ۶۹-۱۲ درجو کې پروت دی چې په دې ډول د نړۍ یو له لوړو پلازمېنو نه دی. له ستراتيژيک اړخه کابل په لوړو غرونو کې ايساره يوه دره کې د شمال او سويل او ختيځ او لويديځ په سوداګريزه لاره پروت دی. يو ميليون کاله مخکې د کابل له سيمې د سويل او ختيځ تر منځ د کابل او پغمان غرونه چاپېر وو، چاريکار يې په شمال کې او نينګياغار يې په لويديځ کې و. په دې سيمه کې يو کنګل سيند و. د دې ښار په ختيځه برخه د پول څرخي په سيمه کې ځينې ژورې څاه ګانې د هغه وخت شواهد دي. د کابل ختيځ لور ته د پغمان غر، سويل لويديځ ته يې کوه قروغ غر او شمال ختيځ ته يې د کوه شيردروازه غرونه پراته دي. کابل يوازې يو سيند لري چې د کابل سيند په نوم پېژندل کېږي. د کابل سيند د پغمان له غره نه د سويل تنګي پر لور نږدې اويا کيلو متره (۴۳ ميله) د کابل لويديځ لور نه سرچينه اخلي. د لویديځ لور ته بهېږي، له کابل او جلال اباد ښار او بيا له ډکې نه تېرېږي او د پاکستان خاورې ته ننوځي او په پايله کې د اټک په سيمه کې د سیند سيند ته ورګډېږي.
اقلیمي او هوا
د کابل سيمې اقليم وچ او نيمه وچې پراخې سيمې دي. د ډېر کم اورښت له امله، په ځانګړي ډول د مۍ له مياشتې نه د نومبر تر مياشتې پورې، کابل ډېر وچ او ګردجن وي. د تودوخې زيات بدلون له شپې نه تر ورځې، له يوه موسم نه تر بل موسم او له يوې سيمې نه تر بلې سيمې پورې بدلون مومي. د افغانستان تر ټولو ټاکلی اقليم شين او بې وريځو اسمان دی چې د کال په اوږدو کې له درې سوه نه زياتو ورځو کې په کې لمر ځليږي. ان د ژمې په موسم کې، د واورې د اورښت په منځ کې اسمان صاف وي، واوره په کې په کلني ډول له ۱۵ نه تر ۳۰ سانتي متره (۵.۹-۱۱.۸ انچه) وي. په ژمی کې د کابل د تودوخې ورځنۍ درجه منفي یو سانتيګراد (دېرش فارنهايت) او په دوبي کې څلرو وېشت درجې سانتيګراد (پنځه اويا فارنهايت) وي. د کال تر ټولو سړه مياشت جنوري او تر ټولو توده مياشت يې جولای ده. تر ټولو لوړه تودوخه د جولای په مياشت کې +42.7 °C ثبت شوې او تر ټولو کمه يې، په جنورۍ کې −26.3 °C ثبت شوې ده.
ولسوالۍ
بگرامي ولسوالۍ
چهار آسياب ولسوالۍ
ده سبز ولسوالۍ
د فرزه ولسوالۍ
د ګلدرې ولسوالۍ
د استالف ولسوالۍ
د کلکان ولسوالۍ
د خاکجبار ولسوالۍ
مير بچه کوټ ولسوالۍ
د موسهي ولسوالۍ
د پغمان ولسوالۍ
د قره باغ ولسوالۍ
شکردره ولسوالۍ
سروبي ولسوالۍ
د کابل دولتي پوهنتونونه:
د کابل پولی تخنیک پوهنتون
د کابل پوهنتون
د کابل طبي پوهنتون
د ښونې او روزنې پوهنتون
د کابل د طب انسټېټېوټ
د مسلکي زده کړو انسټیټوټ
تاریخي مخینه:
د کابل تاريخ، له ۳۵۰۰ کاله پخوا نه پيلېږي. دا سيمه يو مهال د زردشتي دين مرکز و، له هغې وروسته د بودايي او هندويزم دين مرکز ګرځېدلی و.
د بریتانوي موزيم د سندونو پر بنسټ، د کابل اصلي اوسېدونکي پښتانه او تاجيک دي.
په اوومه پېړۍ کې عرب مسلمانانو پر دې ښار بريدو کړ او اسلام يې خپور کړ، خو کرار کرار دا سيمه د کابل د هندوشاهي له خوا بېرته ونيول شوه. په نهمه پېړۍ کې صفاريانو او سامانيانو يو ځل بيا په کابل بريد وکړ، په يوولسمه پېړۍ کې محمود غزنوي په ښار بريد وکړ او دا هغه مهال و چې هندو شاهي پاچا «جی پالا« ځان وژنه وکړه. کله چې غوريانو غزنويانو ته ماتې وکړه، دا ښار د غوريانو د واکمنۍ برخه وګرځېده او وروسته د چنګيزخان په مشرۍ مغولو پرې يرغل وکړ.
د تيموري سلسلې د واکمنۍ بنسټګر تيمور په څوارلسمه پېړۍ کې په دې سيمه يرغل وکړ او په يو ستر سوداګريز مرکز يې بدل کړ. په ۱۵۰۴ز کال کې دا ښار د شمال له لوري بابر ونيو او هغه خپله پلازمېنه وګرځاوه، کوم چې د هغه د مغول سترواکۍ يو له مرکزي ښارونو نه و. په ۱۵۲۵ز کال کې بابر په خپلو يادښتونو کې کابلستان په دې ډول ياد کړې دی:
د کابل په هېواد کې ډېرې او ډول ډول قبيلې مېشتې دي. په درو او هوارو ځمکو کې يې ترکان، ايماق او عرب ميشت دي. په ښار او په ډېرو کليوالو سيمو کې يې اوسېدونکي تاجیکان (چې بابر ورته سرتان وايي) دي. ډېری نور کلي او ولسوالۍ يې د پشه یانو، پراچه وو، تاجیکانو، برکيانو او افغانانو له خوا نيول شوې دي. لويديځ لور ته په غونډیو کې يې هزاره ګان او نودري ژوند کوي. په نودري قبايلو کې ځينې هغه هم شته چې په په مغولي ژبه خبرې کوي. په شمال ختيځ غونډیوکې يې کافرستان پروت دی، لکه کټور او ګبريک. په کابل کې په يوولسو يا دولسو بېلا بېلو ژبو خبرې کېږي چې دا دي: عربي، فارسي، ترکي، مغولي، هندي، افغاني، پشه يي، پراچي، ګبري، برکي او لمغاني…. (بابرنامه، له زېږد وروسته ۱۵۲۵ز.)
په ۱۷۴۷ز کال کې د دراني سترواکۍ تر واک لاندې راتګ نه مخکې کابل د ډېرې مودې لپاره خپلواک و. د ۱۸۳۹ز کال په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کې، بریتانوي پوځ په دې سيمه بريد وکړ، خو په ۱۸۴۲ز کال کې بېرته په شا شول، سره له دې چې د کابل پر لاره د يو ناڅاپي کمين له امله له دوی نه زرګونه کسه ووژل شول. د غچ اخېستنې په يوه اقدام کې، يو بل بریتانوي ځواک بریتانوي هند ته له په شا کېدو مخکې، تر يو بريده کابل وسوځاوه. کله چې په کابل کې د دوی مېشت کارکوونکي ټول ووژل شول، بریتانويانو د ۱۸۷۹ز کال د دويمې افغان-انګليس جګړې پرمهال يو ځل بيا کابل ونيو، خو نږدې يو کال وروسته، کله چې دوی نوی امير وټاکه، له کابله ووتل.
په ۱۹۱۹ز کال کې، پاچا امان الله خان د درېيمې افغان-انګليس جګړې پر مهال واک تر لاسه کړ، دا هغه مهال و، کله چې د ۱۹۱۹ز کال د مې په مياشت کې د بریتانيې شاهي هوايي ځواک د بریتانيې ۳۱ او ۱۱۴ شمېره ډلو پر پلازمېنه او ختيځ ښار جلال اباد هوايي بريدونه وکړل. امان الله خان بریتانويانو ته ماتې ورکړه او د راولپنډۍ د تړون له لاسليک وروسته يې د هېواد پر نويتابه پيل وکړ. د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستيو کې د واک بدلون رامنځ ته شو، تر دې چې ظاهرشاه تر ټولو ځوان پاچا شو.
په ۱۹۶۰ ز او ۱۹۷۰ز کلونو کې، کابل د مرکزي اسيا د پاريس په توګه پېژندل کېده، ځکه چې دا ښار د اروپايي ښارونو په ډول د بدليدو په حال کې و. په داسې حال کې چې يو وخت کابل د اسيا مرغلره او يوه پرمختللې او موډرنه پلازمېنه وه. په هغو ورځو کې يې نوې سينماګانې، کافي ګانې، رسمي فرانسوي ډوله باغونه، ښوونځي، کتابتونونه، پوهنتونونه او په زړه پورې بوتيکونه درلودل. د کابل اوسېدونکي چې د «کابليانو» په نوم پېژندل کېدل، په لوړه کچه لوستي(باسواده)، موډرن، پرمختلونکي او نړيوال وو. ښځې او نارينه لومړيو ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو ته تلل. په ۱۹۷۰ز کلونو کې د لنډو لمنو لباسونه، په افغاسنتان کې عام لیدل کېدل. د لوړې زده کړې، له کلتوري اړخه ویښ او په عین وخت کې مذهبي خلک وو، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو کې د ويښتو نه پټول او د هر ډول کاليو اغوستل کومه ستونزه نه وه. دې پرمختلونکې او سوله ييزې ټولنې، ترهغه وخته دوام وکړ، کله چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې بهرنۍ لاسوهنې رامنځ ته شوې او افغانستان يې په هغه هېواد بدل کړ، چې اوس دی. د ۱۹۷۰ز کال په دسمبر مياشت کې، د شوروي اتحاد وسله وال ځواکونه، د کابل په هوايي ډګر کې را ښکته شول، تر څو د خلق دموکراتيک ګوند په مشرۍ، د افغانستان د دولت د پياوړي کولو برخه کې مرسته وکړي.