د کندهار ولایت پېژندنه
که غواړئ کندهار ولایت په اړه ډير پوه شئ نو لاندې لیکنه ولولۍ.
کندهار د هېواد سهيل لوېديځ ته پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. کندهار ولايت ټولې ۱۷ ولسوالۍ لري.
په همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې د سند، ايران او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سیستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوېستا کې د هراوارتي په نامه ياده شوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره شوې ده. په لومړيو مرحلو کې دلته کرنيزه زمکې وې. کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ چې په ۱۷۴۷ ز کال کې احمد شاه درانی د افغانستان واکمن ومنل شو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکله. د ښار په مرکز کې د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه شوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پېر کې راوړل شوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کې دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کې ده چې تاريخي ارزښت لري او د چهل زينې د پاىۍ په برخه کې د بابر شاه ياداښت په ډبره کې کيندل شوې دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميروېس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کې موقعيت درلود چې له اوسني ښار څخه ډېر لرې نه دې. بايد ووايو چې لوى سکندر اراکوزيا په کندهار کې د اسکندري په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چې د کندهار عظمت او حېثيت يې لا لوړ کړ.
د کندهار نوم
دکندهار تاریخی نوم چی په تاریخی مدارکو (اسنادو) کی یی چی یادونه شویده (هه-هوای- تی) یا کی (هرویتی) دی چی هرا هواتی (سراشواتی) د ارغنداب او اراخوسیا د ارغستان نوم او دهغه مرکز اراخواتیس و او وروسته دیونانیانو له خوا په اراخوزیا اراکوزیا او اراموشیا بدل کړای شوی دی. کندهار د ساسانیانو، کیداریانو او کابل شاهانو د پیښو (حوادثو) په وختونو کی د (رخج، رخچ، اخذ) په نامه یاد شوی
جغرافیوي جوړښت
کندهار ولایت د ۵۴۰۲۲ کیلو متر مربع ځمکې په لرلو سره د شمال لخوا د ارزګان ولایت، سویل او سویل ختیځ لخوا د پاکستان له بلوچستان ایالت، شمال ختيځ لخوا د زابل ولایت او د لودیځ لخوا د هلمند ولایت سره نښتی دی.
اداري ویش
د کندهار ولايت د ۵۴۰۲۲ کيلو متره مربع ځمکې په لرلو سره په ۱۷ ولسوالیو ویشل شوی چې په لاندې ډول دي :
د کندهار اقلیم او اوبه
کندهار د استوايي اقليم لرونکې دى، سويل خواته يې د شوابک او سري شگې د دښتو موجوديت ددې ولايت ځانگړتياوې صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په کومو ځايونو کې چې شين غر او کافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له کوزنيو سويلي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله کړې، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شگې ولسوالۍ د ښي او زړه راکښونکي هوا لرونکې دي. پورته يادې شوې ولسوالۍ په پسرلې او اوړي کې ښه مرطوبه هوا لري، ژمې يې نسبتا معتدل او اوړې يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو کې د تودوخې لوړه درجه ۳۰ سانتي گرېډه او منځنۍ درجه يې ۱۹سانتي گرېډه او د تودوخې تيټه درجه يې ۵ سانټي گرېډو ته راښکته کېږي . د کلني اورښت اندازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاکل شوې. خو په شگلنو سيمو کې له ۸۰ ملي مترو څخه کم وي.
تفریحي ځایونه
په کندهار د ځوانانو د پاره د تفريح او ميلو کولو ځايونه سته، چې د هله او په ځانګړي ډول د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي صاحب تفريحي او روحاني مزار يادولای سو، چې هره ورځ او په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې په زرګونو خلک د زيارت کولو او تفريح کولو دپاره ورته راځي. د يادوني وړ ده چې د نورو ولايتونو او ګاونډي هيواد پاکستان څخه زيات خلک ورته د نندارې د پاره راځي. ددي تر څنګ د باغ پل پارک او طبعي منظره په ډنډ ولسوالۍ کي د محمدابراهيم خليفه بابا مزار، د ګل اغا شيرزي د پلار حاجي بابا تفريح ځاى، په ډنډ ولسوالۍ کي ډورۍ، په خاکريز ولسوالۍ کي د شامقصود اغا مشهوره په شااغا مزار، په ارغنداب ولسوالۍ کي سرکاري باغ، په ارغنداب ولسوالۍ کي د سربند پله تفريح ځاى، په دامان ولسوالۍ کي د اخوند صاحب مزار او په کندهار ښار کي غازي پارک، د ميرويس نيکه زيارت، د عينو مېني نوى ښارګوټى، د شهیدانو چوک، د غازي محمدايوب خان لوبغالى، احمدشاهي ورزشي لوبغالى، څلويښت غرزيني (چل زينه) او زوړ زوړ ښار يادونه کيدلاي سي.
تاریخ
د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږيزه پېړۍ کې د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ
وګړي
د ۲۰۱۲ز کال د سر شمېرنې له مخې کندهار ولایت کې ۱۱۵۱۱۰۰ وګړي ژوند کوي.
د کندهار یادګارونه
د کندهار زوړ ښار چې د کندهار په مرکز کې دي د زړي کلا په واسطه چاپيرسوي وه چې په دغه کلا کې شپږ دراوزې لري. د زوړ ښار په مرکز کې زوړ بازار پروت دي. سلطان بابر په ۱۶ پيړي کې د خپل برياليتوب په ياد د چل زيني معبد په سرپوزي کې جوړ کړ.د کندهار يو ډېر مقدس ځاي د خرقې شريف زيارت دي چې په هغه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامې پرتې دي. او دهغه ځنگ چې د احمد شاه بابا مقبره پرته ده. همداراز د کندهار د کوهکران په سيمه کې د ميرويس هوتک د مقبرې لرغوني وداني وجود لري. په ۱۹۹۹ کال کي د ملا عمر په هدايت يو جومات چې دجامعه عمر په نوم يادېږي جوړه شوه.
خرقه شریف
وروسته له هغه چي خرقه شريفه کندهار ته راوړل سوه، د يو څه پر غاړه واخيست، خو کله چي مودې لپاره د هغې چوپړ په خپله علي حضرت احمدشاه بابا د افغاني امپراتورۍ د لوېديځو د کال ۱۱۸۳ په لومړيو کي علي حضرت احمدشاه بابا ولايتونو د سمبالولو لپاره لښکر برابر کړ او خپله تلى، نو يې د خرقې شريفي د متولي د مقررۍ په هکله فرمان صادر کړ. د نوموړي فرمان پر بنسټ حاجي مولوي عبدالحق د حاجي ملا شکر زوى او د حاجي ملا زلال لمسى په خټه يعقوبزى چي په الکوزي ټبر پوري تړاو لري، د دولت د غړو په رايو او تصويب سره د خرقې شريفي و چوپړ او تولا ته وټاکل سو.
د نوموړي فرمان چي پر ۲۶ مه د دهي (محرم الحرام) د کال ۱۳۸۳ س ل صادر سو په يوه برخه کي راغلي دي: “خرقه شريفه په هغه بکس کي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلک چي يې زيارت کوي نو به د هغه بکس زيارت کوي او بکس به پرته د پاچا له حکم څخه نه خلاصيږي.” د نوموړي فرمان څخه په ښکاره توگه څرگنديږي چي علي حضرت احمدشاه د هيواد د اسلامي او تاريخي ارزښتونو سره په زياته کچه مينه درلوده او هغه بابا به يې په سمه توگه ساتل، د نوموړي فرمان اوصول تر اوسه يعني ۱۴۲۵ س ل پوري پر خپل ځاى پاته دى، چي تقريباً ۲۴۲ کلن تاريخ لري او اوس هم د خرقې شريفي د بکس خلاصول او يا را ايستل د وخت د واکمن په حکم سره شوني دي. (هغه وخت چي را ايستل يې اړين وبلل سي)
د خرقې شريفي د ساتلو پخواني آداب :
د خرقې شريفي پخوانيو متوليانو په نورو ښارونو کي داسي عادت درلود چي د جمعې په ورځو، اختر په ورځو او ځينو مصائبو په پېښېدو سره به يې د خرقې شريفي د زيارت دروازه خلاصوله او کله کله خو به يې د بکس سر هم خلاصاوه او يا خو به يې د بکس څخه را ايستل، او ځيني وختونه خو به د يو ښار څخه و بل ته وړل کېده. په وړاندي کله چي دا ستر امانت د علي حضرت احمدشاه بابا د بلخ په توابعو کي خپل نور وځلاوه، زيارت کوونکو د پخوانيو متوليانو د عادت پر بنسټ خرقه شريفه به يې مسح کول او د ځينو لويانو، مشرانو او چارواکو په غوښتنه خو به د بکس سر هم ورته خلاصېدى.
دا حال وليد او پرې کله چي علی حضرت احمدشاه بابا خبر سو د خپل دربار د ځينو نيکو او صالحو کسانو په مشوره يې دا حکم صادر کړ چي هيڅوک بېله شاهنشاه څخه دا حق نه لري حتى شاهزاده گان او وزيران هم چي د بکس سر دي خلاص کړي، د همدې پرېکړي له وجي يې د خرقې شريفي د بکس کلي د يوه کال لپاره په خپله وساتل خو کله چي هرات او مشهد ته تلى نو يې د هغه ستر امانت د بکس کلي د کندهار و يو تن عالم ته چي کورنۍ يي نسل پر نسل د علم او تصوف په لاره کي شهرت لاره وسپارل، نوموړى عالم حاجي مولوي عبدالحق اخوندزاده وه، نوموړى نه يوازي دا چي يو جيد ديني عالم و بلکي د تصوف او تقوا په نقشبنديه طريقه کې يې هم لاس درلود.
نوموړي د خرقې شريفي د راوړلو له نېټې څخه و کندهار ته د هغې چوپړ او تولا ته ولاړ و، د خرقې شريفي د ساتلو د آدابو پر ځاى کولو په منظور په فرمان کي پر دې ټينگار سوى دى چي په عادي ورځو کي دي د کوټې دروازه نه خلاصيږي او يوازي د جمعې او اخترونو په ورځو کي دي خلاصه وي. دا هغه اوصول دي چي تر اوسه په درنښت مراعتيږي، يعني ټولو پاچاهانو او واکمنو منلي دي. د ملت بابا علي حضرت محمد ظاهر شاه هم د خپلي واکمنۍ په دوره کي د خرقې شريفي زيارت ته راتلى او د زيارت د رغولو او د خرقې شريفي په ښه توگه ساتلو کي يې ځانگړې پاملرنه کول او لازمي لارښووني يې د موضوع په هکله ولايتي چارواکو ته کولې.
د خرقې شريفي د زيارت کولو ورځ لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه، اوس هم په همهغه ډول ده، يعني د زيارت کولو ورځ د جمعې ورځ ده په دې ورځ باندي د زيارت دروازه د زيارت کوونکو پر مخ خلاصه وي. پر کندهار سربېره د هيواد د گوټ گوټ څخه او همدا راز د يو زيات شمېر اسلامي هيوادونو څخه زموږ نور مسلمانان مبارکي خرقې ته راځي او ځان ته يې دrوروڼه هم د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى زيارت کولو وياړ په برخه کوي.
د تېمورشاه عصر :
کله چي علي حضرت احمدشاه بابا په کال ۱۱۸۳ س ل د افغاني امپراتورۍ د سمون او پراخوالي لپاره د هيواد لوېديځو ولايتونو (هرات، مشهد او نيشابور) ته په سفر تلى، دا تکل يې درلود چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بنايي باندي جوړ کړي، د سفر څخه د راستنېدو وروسته د سختي ناروغۍ له وجي چي ورپېښه وه په دې ونه توانېدى چي د خرقې شريفي لپاره زيارت ځاى جوړ کړي. همدا ناروغي وه چي د ده د هيلو پايله سوه، او د افغان ولس په تاريخ کي د هغه ځلانده ستوري لوېدنه وه چي موږ او زموږ تاريخ به تل په وياړي. وروسته له هغه چي د۱۱۸۶ س ل کال د خداى تعالى (رجب المرجب) د مياشتي پر شلمه د جمعې په شپه چي د۱۷۷۳ ز کال د جون د مياشتي د پايلو سره سمون درلود له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترگي پټي کړې. د هغه ځاى ناستى علي حضرت تيمورشاه د پلار د هيلو د پوره کولو په خاطر ځيني گامونه اوچت کړل. چي په دې هکله يې ځيني نظريې هم درلودې په دې ډول :
1مبارکه جامه (خرقه شريفه) بايد وروسته له دې د سلاطينو د لاس آله نه وي. 2. د کندهار له مرکز څخه و بل لوري ته ونه لېږدول سي او نه هم نورو ښارونو ته يووړل سي. که څه هم کابل ته په داخلېدو سره يې دا خيال درلود خو د درنښت له مخي يې په دې کار لاس پوري نه کړ. دا په داسي حال کي چي په تېرو پېړيو کي واکمنو د خرقې شريفي لېږدول د ځان وياړ باله. ده وفرمايل چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره دي مناسب ځاى د کندهار په ښار کي همهغه د علي حضرت احمدشاه بابا د زيارت څنگ ته ټاکل سوى دى دا په دې خاطر چي نوموړې سيمه يو خو د ستر غازي د زيارت څنگ دى د بله اړخه د نوموړي ځاى هوا ډېره ښکلي او خواپاکې ده. په همدې تکل يې د زيارت ځاى د جوړېدو کار پيل او پسله څه مودې پاى ته ورسېد.
د خرقې شريفي وداني :
څرنگه چي مخکي يادونه وسوه خرقه شريفه د لومړۍ خور(ربيع الاول) پر نهمه د ۱۱۸۲ س ل کال کندهار ته راوړل سوه او خپل نور او انوار يې ولوراوه، دا هغه وخت و چي اشرف البلاد د معمارۍ کار پاى ته نه و رسېدلى نو خرقه شريفه يې د اول ځل لپاره د هغه وخت په لومړي جوړ سوي جامع کي چي د مرحوم وزير شاه ولي خان کور ته نژدې و کېښودل شوه. او وروسته له هغه چي د خرقې شريفي د زيارت اوسنۍ وداني د علي حضرت تېمورشاه له خوا د هغه وخت د معمارۍ په عصري بڼه د پخو خښتو، گچو، ډبرو او اهاکو څخه د خپل درانه پلار د زيارت څنگته په يو شنه او کرنيزه مځکه کي چي د کندهار د شاه ويالې څخه اوبېده جوړه سوه، د يو لړ ديني مراسمو په لړ کي يعني د خيراتونو او صدقو په ويشلو او د صادقrدعايو او تکبيرونو په ويلو د حضرت سيدالاولين و الآخرين محمد مصطفى الوعدالامين و روح ته خرقه شريفه په درنښت او عزت سره د زړې جامع څخه پورته او له درباره څخه په وارو وارو شکر گذاره يو چي دا اوسني زيارت ته يې راوړل. د الله الهي نعمت اوس هم زموږ سره سته او موږ يې له فيض او برکته څخه برخمن يو، د خرقې شريفي د راوړلو نېټه و اوسنۍ ودانۍ ته ۱۱۹۶ س ل څخه عبارت ده چي تر اوسه (۱۴۵۲ س) پوري ۲۲۹ کاله کيږي. نور بيا …
کندهار ته د خرقې شريفي را رسېدنه
ستر امپراطور علي حضرت احمدشاه بابا خرقه شريفه د څه مودې لپاره د کابل او د هغه د شا او خوا سيمو د خلکو د زيارت کولو په خاطر د کابل د علي اباد په سيمه کي کښېښودل او ځان يې د هغې چوپړ ته په مطلق ډول مسوْل وگاڼه، او د هغې د بکس کلي يې په خپله ساتل. څرنگه چي احمدشاه بابا په دې وخت کي په کابل کي اوسېدى کندهار ته يې فرمان واستاوه او خپل دوهم زوى شهزاده سلېمان يې کابل ته ور وغوښتى، تر څو د حضرت رسول اکرم r مبارکه خرقه د افغاني امپراطورۍ وياړلي پلازميني کندهار ته ولېږدوى.
نو هغه وو چي د ۱۱۴۷ لمريز کال په دوبي کي چي د ۱۱۸۲ سپوږميز کال سره سمون لري د کابل څخه مبارکه خرقه د خپلو موْظفو کسانو چي يو شمېر علماء، خانان او عسکر پکښې وه په ډېر درنښت او عزت پورته او په اول مزل (منزل) کي يې د ميدان سيمي ته راورسول، او ده افغانان ته نژدې د مسجدي خان په سراى کي يې پر يوه صندلي کښېښودل. وروسته د خرقې شريفي د پورته کېدو څخه خلکو نوموړى سراى زيارت کړ، او پر صندلي باندي يې دېوال راوگرځاوه، او د شمانو لپاره يې شمدانۍ کښېښودې.
نوموړى زيارت تر اوسه پوري سته، خرقه مبارکه يې په همدې آدابو تر کندهار پوري راورسول. د فيض آباد څخه و کابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت کي او د کابل څخه و کندهار ته د خرقې مبارکي بکس به يې د اوښ پر شا کښېښودى او د درېدو په وخت کي چي به هر مزل ته ورسېدل پر يو پاک او نوي فرش چي مخکي به نه وو کارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار کړه سو او پر راکښته به يې کړه، او ډيري پيسې به يې ورته نذر او صدقه کړې، او پر خلکو به يې ووېشلې او پر يو کاغذ به يې وليکل چي : “پر دې اوښ باندي د رسول اکرم r مبارکه خرقه لېږدول سوې ده هيڅوک حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دى، او هر څوک دې ساتنه او پالنه وکړي”
نوموړى کاغذ به يې د اوښ په غاړه ور وځړاوه، خلکو به په هره سيمه کي چي خرقه مبارکه به پر راکښته کېدل، ډبري پر راوگرځولې او زيارت به يې کاوه. دا چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و کندهار ته د ۱۱۸۲ د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر نهمه چي د ۱۱۴۷ لمريز کال د زمري د مياشتي د درېيمي نېټې سره سمون لري ټاکل سوى ده، خو ښايي چي د څېړونکي سهوه وي، او حقيقت داسي برېښي چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و کندهار ته د ياد سوي کال د درېيمي خور (جماد الاول) نهمه نېټه چي د تلي د مياشتي د لومړيو ورځو سره سمون لري وي. دا چي د ځينو مهمو اړيو په خاطر د خرقې شريفي په لېږدولو کي د درنښت له مخي د تلوار څخه کار اخيستل سوى دى، د قبول وړ دى، او شهزاده سلېمان دراني د نوموړي کال په دوبي کي د خرقې شريفي سره و کندهار ته حرکت کړى دى. دا يوه يادونه وه. دا چي په ماخذ کي ۹ مه د لومړۍ خور د ۱۱۸۲ سپوږميز کال تعين سوې ده منو يې او تردد نه پکښي کوو. کله چي خرقه شريفه کندهار ته راوړل سوه د همهغه وخت په لومړني جوړ سوي مسجد کي (۱) چي د جوړېدو کار يې په۱۱۷۲ سپوږميز کال کي پاى ته رسېدلى وو کښېښودل سوه او تر ۱۱۹۰ سپوږميز کال پوري هلته وه.
لوى احمدشاه بابا ?۳;له چي د کندهار نوى ښار يې په سنه ۱۱۶۹ سپوږميز کي جوړ او په اشرف البلاد يې ونوماوه او د دې الهي نعمت په رسېدو سره و دې ښار ته دا باور کيږي چي د روحانيت او کرامت له مخي لوى احمدشاه بابا ?0;ې نوم مخکښي لا اشرف البلاد ايښى وو. او د مبارکي خرقې په رسېدلو سره نوموړى ښار مخکي له مخکي په دې نامه شهرت موندلى وو. يعنى په افغانستان کي دوه وياړه (فيض آباد) او (اشرف البلاد) د واجب التعظيم حضرت رسول کريم r د مبارکي خرقې په رسېدو جوړ سوى دى. خو اشرف البلاد د اسلام په لاره کي د مجاهدت، آزادۍ او خپلواکۍ په لاسته راوړلو، د ولاياتو په پيوستون کي د لره تر بره تر يو اسلامي افغاني امپراطوري نظام لاندي په راوستلو کي په ټوله معنى پر افضله دى، او کولاى سو چي اتل او سرلوړى کندهار د افغانستان د يو ستر ټولنيز منځکي (مرکز) او د سولي او امنيت په ټاټوبي قبول کړو.
اهل حق را زندگى از قوت اوست
قــــوت هر ملـــت از جمعيت است
د خرقې شريفي د لېږدولو تاريخ په نظم کي :
د خرقې شريفي د لېږدولو او رارسېدني تاريخ د جوزگون (فيض آباد) څخه و اشرف البلاد (کندهار) ته په لاندي نظم کي بيان سوى دى :
زهى خرقه با سعادت که شد خراسان ز فيض قدومش منور معلى جناب احمد آن شاه والا که بد رتبه اش بر تر از بام اخضر به باز و چور ستم به هيبت چو دارا به حشمت سليمان به تکمين سکندر مطيعش زمه تابه ماهى جهانى بپابوسش آسمان حلقه بر در از آنجا که آمد زوپيش داشت مسکن حب حق تعالى و حب پيمبر فرستاد در جوزگون بهر تعظيم ولى خان وزير خود آن نيک اختر که تا آورد خرقه شاه لولاک حبيب خدا شافع روز محشر بياوردش از جوزگون آن نکو نام بصد عز و تکريم بسيار و صدفر نهم از ربيع الاول و روز دوشنبه که شد قندهار از نزولش معطر بالف ماته ثمانين و اثنان خرد گفت بنويس تاريخش اندر (۱۱۸۲ س)
پورتنى نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلې بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ۱۳۲۷ سپوږميز کي ليکل سوى دى. کندهار او خرقه شريفه د افغان محمود طرزي کلام
خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد شيرين بود که نام خوشش قندهار شد فخر رسل محمد مختار کزشرف عالم به نور او شده از جهل بر طرف يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش بهر اويس کرده عطا در زمان پيش آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست پرسى کجا بگوى که در قندهار ماست اين است فضل باقى اين شهر بى نظير قدسيتش قياس کن اى ذات خوشضمير در اين ولايتست اراضى پُر شرف انهار بس بزرگ دران جارى هر طرف اقوام پر سلاح اصيل دلاورى در روى شان ستاده چو شيران غاورى
د علامه اقبال کلام کله چي علامه اقبال د ۱۳۱۲ کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه کندهار ته راغى او د خرقې شريفي زيارت يې وکړ، نو د دې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل : قندهار آن کشور مينو سواد اهل دل را خاک او خاک مراد کوى آن شهر است ما را کوى دوست ساربان بربند محمل سوى دوست خرقه آن برزخ لايبغيان ديدمش درنکته (لى خرقتان) آمد از پيراهن او بوى او داد مارا نعرهْ الله هو
دا مسحد اوس هم په کندهار کي موجود دى او د کندهار خلک يې زوړ مسجد بولي. په کندهار کی بیلابیل ځایونه لکه غر زینی
د اوبو سرچینې
د دهلې بند د دهلې بند د کندهار د اوبو لگولو يوه موډرنه پروژه گڼل کېږي، چې په خپله ياد شوى بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سوېلي ارغنداب عمومي سربند او کانال، د بابا ولي عمومي کانال، د شمال او سوېلي ترنک (لويې ويالې) عمومي کانالونه يې شبکې دي. له يادو کانالونو څخه ٥٥ ويالې جلا شوې، دغه راز له ارغنداب سيند څخه هم ښي او کيڼ لوري ته ٥٥ ويالې، چې ټولې ١١٠ ويالې کېږي يوه او بل لورې ته غځېدلې دي.
د کندهار ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
کندهار ولایت چې زیات شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان د سویلي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې مرکز یې د کندهار ښار دی. دا ولایت د شمال لخوا د ارزګان، شمال ختیځ ته یې زابل، سویل او سویل ختیځ ته یې پاکستان او د لویدیځ لطرفه د هلمند له ولایت سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د کندهار ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (1,399,594) تنه ښودل شوی.
لرغونې زمانه
کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنگا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جگړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل سوي ده په کندهار کې پيدا سوه. په ۷ مه پېړۍ کې عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل سوه.
حاجی میرویس خان هوتک
په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د گورگين خان په نامه يادېدئ. گورگين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي گورگين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د گورگين سره جگړه پېل کړه. په دغه جگړه کې گورگين خان ووژل شو. تر جگړې وروسته په ۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص شول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات سو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول سو او پاړسي اردو د نادر شاه په هدايت کندهار ته مخه کړل. نادر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کي. په دي خاطر په کندهار کې لوي پاڅون پېل سو. خو د نادرشاه افشار اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه وکولاي سول چي خپل اردو کابل ته واستوي.
احمد شاه بابا
د نادر شاه تر وژلو وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو ځوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرگ ځخه گټه واخيست او اردو یی ټول کړ او کندهار ته ولاړ. هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. په دي جرگه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنگ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنگوټه کې يي ورجگ کړ او احمد شاه بابا يي د پاچاه په توگه وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار یی بيا د افغانستان د دولت پايتخت (پلازمېنه) وټاکله. احمد شاه بابا په ۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ شو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنگ ښخ شو.
۱۹ پيړۍ
په ۱۸۳۹ کال کې د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه پيل شوه. د ۱۸۳۹ کال د جولاي پر ۲۵ انکرېزي پوځ کندهار ته ورسېده او کندهار د انگرېريانو لخوا نيول شو. په ۱۸۴۲ کال کې انگرېزي پوځ د افغانانو لخوا ماته وخوړله. په ۱۸۷۸ کال کې انگرېزي پوځ بيا پر افغانستان بريد وکړ او د افغانستان څو ښارونه يي ونيو. د کندهار جگره د انگرېزي او افغاني پوځ په منځ کې وروستي جنگ وو. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه پيل شوه او تقرابًا ۳۰۰۰ عسکران وژل شول. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوېده چې په آسيا کې ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختيځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټيوارټ په قومانده دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښين ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر يوې نيمي مياشتي وروسته يعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کي د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندې وو څو چې انگريزانو د ۱۸۸۰ د اپريل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بيل شو او شيرعلي د مهردل خان زوي به د « کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک والي » په توگه د کندهار چارې پر مخ بيايي . په کندهار کې د انگريزانو سياسي افسر ډگروال سنټ جان د مې پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د کندهار ولس يې لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډې پر مهال شېر علي « د کندهار او ورپورو سيمو والي » اعلان کړ ( والي هغه چا ته ويل کېده چې په کورنيو چارو کې به خپلواک او په بهرنيو چارو کې به د برتانويانو تابع و د کندهار ټولې سيمې د انگريزي پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هيواد منجمله کندهار کې د انگريزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وه چې د انگليس- افغان دوهمه جگړه بلل کيږي . په دې بهير کې د هيواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د يون په حال کې وو . عبدالرحمن خان د امير محمد افضل خان زوي له تاشکنده او محمد ايوب خان د امير شيرعلي خان زوي له هراته په سوقياتو بوخت ول . لومړنى يون « محتاطانه » لاکن دوهم يون « جگړه ييز» و . انگريزانو د دې نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عين حال کې د روسيې ملاتړ او رضاءيت هم ورسره مل و .مرستيال واکمن ( وايسرا ) کله چې عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تير شو ، نو سټيوارټ ته صلاحيت ورکړ چې عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سيمو» د امير په توگه رسمأ ومني او هغه هم کله چې عبدالرحمن لا په چاريکار کې و ، د ميوند له جگړې نه فقط پنځه ورځې مخکې د ده په غياب کې هغه د کابل او مربوطه سيمو واکمن اعلان کړ .
جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کې شديدأ جاري و . په بېل کړاي سوي کندهار کې چريکي عمليات د شدت په حال کې وو . پر انگريزانو او د هغوي پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چې باالاخره انگريزان د ښار په څلورو ديوالو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل مخورو او مشرانو ايوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سيمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د ديني علماوو په فتوا سره ايوب خان د افغانستان د امير په توگه وټاکيً او د ده په نوم يې خطبه وويل . پدې توگه د انگريزانو پر ضد جهاد اعلان شو او گڼ شمير ملي مجاهدين مخ پر کندهار او -->