د بدخشان ولایت پېژندنه
که غواړئ د د بدخشان ولایت په اړه پوه شئ لاندې لیکنه ولولئ.
بدخشان د هېواد به شما ل ختیځ زون کي د غرنیو او سمسورو ولایتو څخه دی او د تاجکستان پاکستان او چین سره سرحد لري. دغه ولایت د طبیعي ډکو زیرمو لرونکی دی. لکه: د لعل، لاجوردو کانونه، او د تاریخی آبدو په لرلو د هغه په قدامت یا لرغونیتا دلالت کوي.
دغه ولایت د کابل به ۴۷۰ کیلومترۍ کي موقعیت لري. د جنوب خواته یې د کنړ لغمان او کا پیسا ولایتونو او د غرب لور ته د تخار ولایت سره سرحد لري. بدخشان به غرنۍ سیمه کي پروت دی او له واورو ډک لوړ غرونه لکه د واخان د غرونو لړۍ د پامیرغر او د هندوکش غرونه پکې شامل دي.
د بدخشان مساحت له ۴۷۰ زړه کیلومتر مربع څخه زیات دی او د وګړو اټکلي شمیر یې یو میلیون او څلور سوه زرو تنو ته رسیږي. بدخشان د اقلیم له مخې په اوړي کي تود او د ژمي موسم کي ډیر زیات سوړ دی او په یو شمیر سیمو کي د زیاتې واورې د اوریدو له امله یې لارې د کال شپږ میاشتې بندې وي.
ولسوالۍ:
بدخشان د اداري وېش پر اساس ۲۸ ولسوالۍ لري چي عبارت دي له :
واخان، کشم، بهارک، جرم، لر یفتل(یفتل پایین)، بر یفتل (یفتل بالا)، راغ، ارگو، درایم، ارغنچي خواه، نسي، شکي، ماهمي، اشکاشم، خاش، خواهان، کوفاب، کوهستان، کران او منجان، شهر بزرگ، شغنان، شهدا، تگاب، تیشگا، وردوج، یمگان، یاوان، زیباک، بهارک، جرم، خاش، راغ، کشم او ارگو.
تاریخي آبدات :
په بدخشان کي مجموعا داطلاعاتو او فرهنک وزارت ۲۱ ثبت شوي تاریخي ابدې موجودې دي چي په فیض آباد او اتو ولسوالیو کي پرتې دي او دهغوی ډیر مشهور پل خشتي، د کوکچې سند، مبارکه خرقه او د میریاري بیګ، میرغیاث او حکیم ناصر خسرو مقبرې دي. د اشکاشم بالاحصار او پنجه کلا د ترمیم لاندې دي .
د نورو ځایونو څخه کولای شو د ۷۵ تاریخی منارو، دبهارک اشکاشم او توپخانې دکنډوالو نوم واخلو. بدخشان د لوړوغرونو او څپاند سیندونو لرونکی دی. د دغه ولایت مهم غرونه خواجه محمد، هزار چشمه او سپین خرس نومونه لري. د هندوکش د غرونو ډیره لوړه څوکه (قله) په هغه ځای کي د نوشاخ په نوم یادیږي. پامیر چي دنړۍ د بام په نوم مشهور دی د واخان ولسوالۍ کي د چین سرحد سره پروت دی.
د بدخشان له لویوکانونو څخه په یمگان کي د لاجوردو کان دی چي درې سوه کیلومترو په اوږو د لوړوالي او د ۴۷ کیلومتره په سور (عرض) حجم لري. په سرغیلان کي د لعل او په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان مو جود دی.
صنعت :
د بدخشان د خلکو په لاسي اوعنعنوي صنایعو کي الچه، خمتا او ټغر اوبدل(ګلیم بافي)، کوڅۍ ګنډل(چکمن دوزي)، قاقمه اوبدل، زرګري، آهنګري، مسګري، موزي، بوټ اوسوګلي (چموس) ګنډ ل، پڼۍ پیزار ګنډل، کلالي، ځټګري، ترکاڼي، ګلدوزي او خامک دوزي شامل دي چي ده غو ډیره برخه دښځو په واسطه تر سره کیږي.
کلتور :
د بدخشان د خلکو کلتور او عنعنات د سرحدي ولسوالیو به تناسب چي تاجکستان او چین سره گډ سرحد لري؛ توپیر کوي. په دې ولایت کي هڅې شوي ترڅو د فرهنگ او ادبیا تو ودې او بډاینې ته ډیر پام وشي او د پردیو تورو او لغاتو د کارونې څخه په ورځینو چارو کي مخینوی وشي. په همدی ډول د جمعې یا پنجشنبې د بازار ورځ سیمه ایز رسم او رواجونه د مالونو او ارتزاقي توکو د وړاندی کولو عرضه سبب کیږي .
څاروي:
آس، وزه، پسه اوغژګاو دي. مهم وحشي حیوانات لکه خرس او لیوه یا شرمښ هم د دغه ولایت په ځنگلونو کي پیدا کیږي. همدغه راز د بدخشان د دروازانو (دروازه ها) په سیمه کي گیدړ او خفک چي څرمن یا پوستکی یې گران بیه او سوداگریز ارزښت لري هم پیدا کیږي. د مارکوپولو هوسۍ(پسه) د دغې سیمې له مشهورو ژوو (حیواناتو) له جملې څخه دی چي نړیوال شهرت لري.