سرطان 03, 1402 17:11 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د لابراتوار تولید شوي غوښې د پلورلو تصویبېدل

په امریکا کې د لومړي ځل لپاره دوو شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د څارویو له حجرو څخه په لابراتوار کې تولید شوې غوښه وپلوري.

د 'اپسایډ فوډز' او 'ګوډ میټ' په نومونو دوه شرکتونو ته په لابراتوار کې د تولید شوي غوښې د پلورلو اجازه ورکړل شوې ده.

د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (FDA) د 2022 په نومبر کې په لابراتوار کې تولید شوې غوښه د مصرف لپاره خوندي اعلان کړه.

CEO Upside Uma Valletti دا اقدام "د یوه خوب ریښتیا کېدل" بللی او ویلي یې دي چې دا د نوي دور پیل نښه کوي.

مصنوعي غوښه څنګه تولیدیږي؟

د غوښې تولید لپاره، د ژوندیو حیواناتو حجرې یا القاح شوي حجرې په فولادو ټانکرونو کې اېښودل کیږي او بیا دغو حجرو ته هغه غذايي مواد ورکول کيږي چې ژوندي څاروي يې خوري او تر دې وروسته دغه غوښه په بېلا بېلو بڼو کې ساتل کيږي.

تگ