سرطان 03, 1402 16:49 Asia/Kabul
  • کراچۍ: په بازار کې د 14 لاکه روپو قیمت لرونکی ښکلی اوښ له کوم نسل څخه و؟

د کراچۍ د اوښانو بازار ته راوستل شوی د لاري نسل اوښ د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلی چې نهه فوټه لوړ دی او په ۱۴ لاکه روپۍ خرڅ شوی دی.

د ابراهیم ع د سنتو د پرځای کولو لپاره د څارویو په بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شوې، د کراچۍ د غواګانو په موقتي منډۍ کې هم د اوښانو بازار جوړ شوی دی. په کوم کې چې د اوښ قیمت له 4 لکو څخه تر 14 لکو روپیو پورې دی.

د اوښانو سوداګر وايي، چې بازار ته د اوښانو روجاني، لاري، سقره، ډاټي او نور نسلونه راوړل شوي، چې تر ټولوغټ اوښ يې د لاري له نسله دی.

د اوښانو په بازار کې تر ټولو لوړ او دروند اوښ د لاري له نسله دی چې د خلکو پاملرنه یې خپلې خواته ور اړولې ده او څښتن يې په څوارلس لکه روپۍ بیه کړی دی.

بازار ته راغلي عام خلک وايي چې د څارویو د بيو د لوړوالي  له امله سږ کال د قربانۍ کول او هغې ته مال پیرول یو څه ستونزمن شوي دي.

تگ