جوزا 31, 1402 17:33 Asia/Kabul
  • د ايپل ځيرک ساعت یوه ښځه د مرګ له خوبه راويښه کړه

د ايپل ځيرک ساعت یو وار بیا د خبرونو سرټکی شو او له یوې داسې ښځې سره يې په راويښولو کې مرسته وکړله چې هغې د وینې د لخته کېدون سخته ناروغي لرله.

د ایپل نوی ځيرک ساعت د یو وګړیو د زړه د فعالیت څارلو لپاره پراخه وسیلې او سینسرونه لري او له پېژندنې راهیسې یې ډیری کاروونکو ته په وخت اخطارونه ورکړي چې په دې سره یې هغوی تر بیړنۍ خونې لیږلي او په ډیری مواردو کې یې د دوی ژوند هم ژغورلی.

د دې اخطارونو وروستۍ بیلګه د متحده ایالاتو له سنسناټي څخه یوې میرمنې ته پیښ شوی او د ایپل ځيرک ساعت الارم یا د ويښولو زنګ هغه د ورځې په مینځ کې راويښه کړه ترڅو له هغه خطر څخه خبره شي چې د هغې ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

کیمي واټیکنز د پیښې په ورځ د ناروغتیا احساس کاوه. فکر یې کاوه چې ستړې شوې ده ځکه چې بشپړ او پوره خواړه يې نه دي خوړلي، نو پریکړه یې وکړه چې د ځان تازه کولو لپاره لنډ خوب وکړي.

د واټکینز خوب ډیر وخت اوږد نه شو ځکه چې د ایپل ځيرک ساعت هغه د یو لړ الارمونو سره یو څه وخت وروسته له خوبه راویښه کړه. ساعت ته یې وکتل او ویې لیدل چې زړه یې په غیر معمولي ډول کار کوي.

هغې خبرداری په جدي توګه په پام کې ونیوه او روغتون ته ولاړه، هلته پوهه شوه چې د وينې يوې ډېرې خطرناکې ټوټې د هغې يوه رګ بند کړی دی.

تگ