د ورځې په لږه اندازه خوب هم ستاسې د مغزو ساتنه کولی شي(قیلوله خوب)
د ورځې په اوږدو کې خوب کول د مغزو د روغتیا په ساتلو کې مرسته کولی شي.
تر دې وړاندې یوې څېړنو ښودلې وه چې اوږد خوب کول د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښه ده، خو اوس څېړونکو ویلي چې قیلوله خوب کولای شي د زده کړې وړتیا پياوړې کړي.
څېړونکي وايي چې داسې شواهد يې موندلي دي چې په ورځ کې لږ خوب هم کولای شي ستاسې ماغزه او عصبي سیستم ته پياوړتیا وروبخښي.
په هغه راپور کې چې د "خوب روغتیا" په ژورنال کې خپور شوی، د UCL او د یوراګوای پوهنتون څیړونکو د برتانیا د بایوبینک مطالعې څخه خورا معلوماتي زېرمه ترلاسه کړې، چې د 40-69 کلونو تر مینځ د عمر لرونکي کسان پکې شامل دي، په دغه راپور کې د 5 لکو کسانو ژينيتيکي، د ژوند طرز او د روغتیا اړوند نور معلومات راټول شوي دي.
ویل کیږي چې د ورځې په نیمايي کې تر نيم ساعت خوب هم ډېر اغېزمن او غوره کار دی چې له امله ماغزه آرام او دمه کوي او چارې سمې پر مخ ځي.
دا څیړنه یوازې د د برتانیې د سپين پوستو وګړو پر بنسټ ولاړه ده. د برتانیا د عصبي علومو ټولنې رییس، د انګلستان د ډیمنشیا څیړنې انسټیټیوټ د ډلې مشر او د اډینبورګ په پوهنتون کې د دماغ علومو کشف کولو مرکز مرستیال پروفیسور تارا سپیرس جونز د دغې څېړنې هرکلی کړی دی.