جوزا 31, 1402 16:15 Asia/Kabul
  • د بې اولادۍ د تشخیص لارې چارې (دوه یمه برخه)

د بې اولادۍ د لاملونو د موندلو پر مهال باید یوازې ښځه پړه ونه ګنل شي بلکې نارینه هم باید د درملنې په موخه باید له مېرمنې سره یو ځای رنځپوه ته ورشي.

دبې اولادۍ د تشخیص لارې

دوه یمه برخه (ژباړه عصمت الله میاخېل)

• د LH لوټین هورمون ازموینه: ډاکټر د لیوټین هورمون ازموینې په ترسره کولو سره د مېرمنو د بې اولادۍ او زېږون معاینه کوي. په حقیقت کې، LH د یو هورمون نوم دی چې د تناسل او د جنسي ارګانونو روغتیا لکه هګیو او تخمدانونو کې مهم رول لوبوي. دا ازموینه په مېرمنو کې د تخمو جوړولو د پیښې موندلو لپاره اسانه لار ده.

د ښځو په وینه کې د LH ناڅاپي لوړوالی د تخمو د جوړېدا نښه ده. یاد هورمون د نارینه وو په خصیو کې د ټسټورسټون د تولید لامل کیږي او د سپرم په جوړولو کې مرسته کوي. د دغه هورمون بل نوم لوټروپین یا د سلولونو د تحریک او را ويښېدا هورمون دی.

Spermogram: دغه ازموینه د نارینه وو لپاره ټاکل شوې ده. په دې ازموینه کې د سپرم د شمېر، حرکت او شکل په اړه اړین معلومات ارزول کیږي.

• د رحم د رنګه انځوراخیستل یا هیتروسالپیوګرافي: دوی دا عکس ددې له پاره اخلي چې د رحم د دننه د شکل او د رحم د نلونو د نه بندېدا په اړه خپله ځآن ډاډه کړي. یاد عکس د ایکس رے په مرسته اخیستل کیږي او د لیدو لپاره غوره وخت معمولا د میاشتنۍ دورې تر پای ته رسیدو وروسته او د تخمو جوړونې څخه د مخه وي.

• د ښځينه اندام الټراساؤنډ: دغه الټراساؤنډ سره چې د ډاکټر لخوا ترسره کیږي، ډاکټر رحم او تخمدان د اختلالاتو له مخې معاینه کوي.

د ټسټوسټرون ټیسټ او 17-هایډروکسي پروژسترون ازموینه: دا ازموینه د میاشتنۍ دورې په دوه یمه نیمایي کې د پروجیسټرون د کچې د ټاکلو لپاره ترسره کیږي او دا په ګوته کوي چې ایا د تخمو د جوړونې چاره ترسره شوې که نه.

سونوهیسټروګرافي: په سونوهیسټروګرافي کې د انډومیټریال پولیپس او مایوما ښه ارزونه ډاکټر ته چمتو کوي. دا ازموینه د هیسټرو ساپینګوګرافۍ پرځای ترسره کیږي.

هستروسکوپي : هستروسکوپي یو تشخیصي میتود دی چې د رحم د غار دننه معاینه کوي. دا د جراحۍ یوه لاره ده چې د تلسکوپ په څېر یوه آله په کې کارول کيږي.

لاپراسکوپي: لاپراسکوپي د جراحي چاره ده.  په دې چاره کې، د ټیلسکوپ په څیر وسیله د ګېډې د دیوال له لارې د لګن ژورې ته دننه کيږي او د اندومتریوز او د لګن یا پیلویک په برخه کې د نښتنې او چسپندګۍ په څېر د نورو اختلالاتو ارزونه کوي.

تگ