جوزا 29, 1402 17:24 Asia/Kabul
  • بې اولادي څه ته وايي او ستونزې يې کومې دي؟

(ژباړه: عصمت الله میاخیل) د اولاد د نه کېدو معنا داده چې تر واده یو کال وروسته د مخنیوي له کولو پرته هم د یوچا بچی و نه زیږيږي. په یاد ولرئ چې د بې اولادۍ ستونزه کېدای شي د مور او یا د پلار له خوا وي او په دې کې یوازې یو لوری پړ نه وي.

بې اولادي څه شی دی؟

بې اولادي یا نه اولاد داره کېدل په دې معنا دي چې یو کس د یو کال لپاره له مخنیوي پرته کوروالی وکړي او مېرمن میندواره نه شي.

دا خلک په دوه ډلو ویشل شوي دي: تر 35 کلنۍ څخه کم او د 35 کلنۍ څخه ډیر. د 35 کالو څخه کم عمر لرونکي خلک کولی شي یو کال وروسته د نه اولاد داره کېدو د لامل معلومولو لپاره د نسایی متخصص ته د درملنې له پاره ولاړ شي، خو تر 35 کلونو څخه پورته عمر لرونکي خلک باید شپږ میاشتې وروسته وکتل شي ځکه چې د عمر له ډېرېدا سره د تخمدان زېرمه کمیږي.

طبي شالید (تاریخ) او کتنه(معاینه)

د معاینې په برخه کې لومړی باید رنځپوه د دواړو لوریو د رنځ د معلومولو په موخه د دواړو د ناروغۍ شالید وګوري او د درملنې معاینه یې هم وکړي.

کوم کارونه چې یو رنځپوه یې باید د نه اولاد داره کېدو په برخه کې باید وکړي هغه پړاوونه په لاندې ډول دي:

• د میاشتني عادتونو تاریخ معلومول (په میرمنو کې)

• د مصرف شوي درملو معاینه کول لکه د ویټامین ټابلیټونو، اضافي موادو، منرالونو

• د کوروالي د کولو طریقه او وخت څیړل

• د  ناروغیو او جراحی عملیاتو په اړه معلومات موندل

• د ژوند کولو ستونزې لکه سګرټ څکول، کافي یا د مخدره توکو کارول

• په ځان او کورنۍ کې د پخوانیو او اوسنیو ناروغیو تاریخ لکه د شکر ناروغۍ، د وړانګو درملنې تاریخ، کیموتراپي، د تایرایډ غدې او د هیوفیز اختلالاتو څېړنه

• د لګن مکروب او انتانات

• د بې اولادۍ موده، د بې اولادۍ د درملنې لپاره پخوانۍ څیړنې

• جنسي اختلالات

• د جنسي فعالیتونو شمیر

• په فزیکي نښو کې د پام وړ بدلونونه

• د جوړې جینیټیک اختلالات

د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، متخصص رنځپوه کولی شي معاینات ترسره کړي ترڅو د مېرمنو د رحم او رحم د لارې ستونزې ځانته معلومې کړي. همدارنګه، کېدای شي د ښځو او نارینه وو لپاره د ادرار او وینې معاینې وړاندیز وکړي، او همدارنګه د ښځو لپاره د داخلي ارګانونو عکس اخیستل، کېدای شي د بې اولادۍ د لاملونو د پوهیدو په لاره کې خورا اغیزمن وي.

د بې اولادۍ لاملونه

بې اولادي ګڼ لاملونه لري، چې د څېړنو له مخې ۳۰ سلنه يې په نارینه او ۷۰ سلنه په ښځو پورې اړه لري. د ښځو اویا سلنه ستونزو په لاملونو کې، ۲۵٪ د تخمدان لاملونه، ۲۰٪ د رحم د پایپونو لاملونه، ۱۰٪ د رحم دننه ستونزې، او ۱۵٪ نور لاملونه هم لري.

په مېرمنو کې د بې اولادۍ لپاره اغېزمن لاملونه

نجونې د ټاکل شويو یو شمېر تخمو/تخمک سره زیږیدلي دي. د عمر په ډېرېدا سره د تخمو شمیر او کیفیت هم کمیږي. له همدې امله، تر ۳۰کلنۍ وروسته، د امیندوارۍ چانس هر کال له ۳ څخه تر ۵سلنې پورې کمیږي. د عمر تر څنګ نور لاملونه هم د ښځو په نه مور کېدا کې اغېزمن دي، چې ځینې یې دا دي:

د تخمدان اختلال: په مېرمنو کې د نه مورکېدو یا بې اولادۍ ۴۰٪ ستونزې د تخمدان له اختلال سره تړاو لري. همدارنګه، دا اختلال د بې اولادۍ لوی لامل هم دی. هغه مېرمنې چې د منظمې میاشتنۍ دورې سره سره په سمه توګه تخمې نشي جوړولی د نه مور کېدا یا بې اولادۍ له خطر سره مخ دي.

• د رحم د پايپونو بندښت: د رحم د پایپونو بندېدل د نه اولاد داره کېدو دوه یم لامل دی. د رحم د پایپونو بندښت د سپرم او هګۍ د يوځای کېدا مخه نیسي. پدې لامل کې د زیږون ۳۰٪ ستونزې شاملې دي.

هغه لاملونه چې په نارینه وو کې د بې اولادۍ لاملونه په ډاګه کوي:

• د وخت څخه مخکې انزال

• د هغو نلونو بندوالی په کوم کې چې سپرم حرکت کوي.

• په نارینه وو کې جنسي ناتواني

• د سپرم شمېر

• د سپرم غیر معمولي ډولونه

• سپرمونه کېدای شي د دې توان ونلري چې خپله لاره ومومي او په سمه توګه حرکت وکړي.

تگ