مړی له چورلکې سره خپلې جنازه ته ورسید
یوه سړي خپلې جنازې ته په ډراماتیک ډول د چورلکې په وروستلو سره ټول خلک حیران کړل.
په بلجیم کې د ډیویډ بارټون په نوم یو سړي یوه ټوکه کړې وه، ترڅو وګوري چې د هغه د مړینې وروسته به د هغه مینه وال څه ډول غبرګون وښيي.
45 کلن ټیک توکر ادعا کړې چې هغه دا کار کړی ځکه چې هغه د خپلې کورنۍ سره اړیکه له لاسه ورکړې وه. ډیویډ دا پروژه د خپلې میرمنې او ماشومانو په مرسته ترسره کړه، او د هغه لور حتی په ټولنیزو رسنیو کې خپل پلار ته یو پوسټ هم کړی و.
د تیرې اونۍ په پای کې د جعلي جنازې څخه مخکې، هغې لیکلي: 'ته ارام وکړه پلاره. زه به هیڅکله ستاسو په اړه فکر کول پرې نه ږدم. هغه زیاته کړې چې ولې ژوند دومره بې انصافه دی؟ تاسوغوښتل چې نیکه شئ، او لا تر اوسه مو ټول ژوند ستاسو مخې ته درلود. ډیویډ بارټن آنلاین د "Regner Le Fou" په نوم مشهور دی او په TikTok کې 16,200 فالووران لري.
همدا و چې ډیویډ د فلم له عملې سره په چورلکه کې خپلې جنازې ته ورسید.