جوزا 27, 1402 16:47 Asia/Kabul
  • دا کڅوړه د ستنې له سوري هم تیریږي

په فیشن کې یو نوی پړاو، د شګو د دانې په څیر د لوئس ویټون کوچنۍ کڅوړه چمتو شوه او دا کڅوړه د ستنې له لارې هم تیریږي.

امریکایی مشهور هنرمند MSCHF  یو عالي هنر وړاندې کړی چې  لیدونکي به دې فکر کولو ته اړ باسي چې ایا میږیان هم فیشن کوي.

پورته ذکر شوی امریکایی هنرمند یوه کڅوړه لیلام کوي او دومره کوچنۍ  ده چې د ستنې په سوري کې ځای په ځای کیدی شي. په زړه پورې لا دا چې د دغې بیک یا کڅوړې سره به یو مایکروسکوپ ورکول کيږي. دا مایکروسکوپي کڅوړه جیبونه هم لري چې په ښکاره ډول نه لیدل کیږي. دا کڅوړه د لویی ویټون (آن دی ګو) د کڅوړې کاپي ده.

MSCHF په خپل انسټاګرام پاڼه کې د کڅوړې عکسونه شریک کړل او کیپشن کې یې لیکلي چې: "د سمندري مالګې د دانې څخه کوچنی او د ستنې له لارې د تیریدو وړ، دا دومره کوچنی بیک دی چې تاسو یې د لیدلو لپاره مایکروسکوپ ته اړتیا لرئ.

هنرمند زیاته کړې، "لوی لاسي کڅوړې، عادي لاسي کڅوړې او کوچني لاسي کڅوړې شتون لري، مګر د کڅوړو کوچني کولو لپاره هم یو حد شتون لري."

دا کوچنۍ کڅوړه په ټولنیزو رسنیو کې خورا مشهوره شوې او عکسونو یې د کاروونکو لخوا خورا په زړه پوري تبصرې ترلاسه کړي. یو کارونکي لیکلي"په حقیقت کې د باور وړ نه دی،". زه غواړم وګورم چې کوچني توضیحات څنګه ترسره کیږي.

یو بل کارونکي لیکلي، "په صادقانه توګه، که زه واقعیا بډایه وم، نو ما به اخیستی و او شیشې لاندې به مې ايښی و.

تگ