جوزا 27, 1402 12:55 Asia/Kabul
  • آیا هوږه  زړه ته ګټوره ده؟

که غواړئ زړه ته د هوږې په ګټه وټه با خیره شئ، نو د لاندې لیکنه ولولئ.

امریکايي څېړونکو په خپلو تازه څېړنوکې څرګنده کړې ده چې هوږه د روغ زړه لپاره ولې ښه ده .هغوی وايي داراز د هوږې په هغې مادې کې پټ وچې (ایلیسین)نومېږي.

همدا ماده سبب کېږي چې د هوږې له خوړلو وروسته مو له خولې بدبوی ځي .ساینس پوهانو په خپلو څېړنو کې مالومه کړې چې همدا ماده (ایلیسین) د وینو له سرو ګولوبولونو سره یو ځای کېږي او هایدروجن سلفایډ پیدا کوي او په نتیجه کې یې د وینو پر شریانونو او رګونو فشار کمېږي او د وینو جریان اسانېږي.

د امریکا د الباما پوهنتون له لوري په دې څېړنه کې د امریکا د ساینس د ملي اکاډیمۍ څېړنې هم رول لري. هغوی وايي کله چې یې د خپلې څېړنې په ترڅ کې د وینې سره ګولوبولونه د هوږې په شیرې یا اوبو کې واچول نو د هغوپه ټینګوالي کې دوه اویا فیصده توپیر راغی.

د دې څېړنې د ډلې مشر ډاکتر ډیوید کراس وویل زموږ د دې څېړنې له پایلو ښکاره شوه چې په خوړو کې د هوږې شتون ډېر ګټوردی او همدا علت دی چې د لېرې ختیځ په څېر هغو هیوادونو کې چې هوږه زیاته خوړل کېږي، د زړه ناروغۍ کمې دي.