لس دقیقې پلی تګ مو د زړه د ناروغۍ خطر کموي
جوزا 27, 1402 12:31 Asia/Kabul
که د نړۍ هر ډول لوړ بیه درمل د سپینو زرو په کاغذ کې وتړل شي او د سرو زرو په کاچوغه کې وخوړل شي، نو بیا به هم د ورزش په څېر اغېز ونلري
خو اوس معلومه شوې که چېرته هره ورځ لس دقیقې ورزش، بدني فعالیتونه او قدم وهنه وشي، نو په دې د زړه ناروغیو خطر کمېږي او په اوسط ډول عمر زیاتوي.
روغتیاپالانو د دې څېړنې پر بنسټ وایي، هغه کسان چې له څلویښت کلنۍ تر پنځه اتیا کلنۍ پورې عمر لري، هغوی دې هره ورځ تر لس دقیقو پورې ورزش وکړي
که چېرته یوازې امریکایان د دې لوبې عادي شي نو په دې ډول به هر کال تر سل زره پورې له مړینې خوندي پاتې کېدلی شي.
څېړونکي وایي، که چېرته د عادي قدم وهنې پرځای ګړندی تګ یا مزل وشي، نو دا دومره زیاتې ګټې لري چې د هر نسل او رنګ خلک ترې ګټه اخیستلی شي