جوزا 24, 1402 16:45 Asia/Kabul
  • په دوبۍ کې د ترټولو بیه کور په اړه پوه شئ!

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې تر ټولو ګران بیه کور په ډیره لوړه او حیرانوونکې بیه خرڅلاو ته وړاندې شوی.

د یادونې وړه ده چې په دوبۍ کې د ځمکې د کمښت له امله په ځینو سيمو کې د ځمکو او کورونو بيې تر ريکارډ کچې لوړې شوې او د نړۍ تر ټولو بډايه خلک هلته په ځمکو پانګونه کوي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د دوبۍ په اماراتو هیل کې یو کور په شل کروړه او څلوېښت لکه ډالره (د ۵۷ اربو ۸۵ کروړه پاکستانۍ کلدارو) څخه په لوړ ارزښت پلورل ته وړاندې شوی دی. دغه کور شپېته زره مربع فوټه پراخ جوړ شوی اود خوب پنځه خونې لري.

په دې کور کې ترټولو لویه د خوب خونه د 4,000 مربع فوټ څخه پراخه ده، کوم چې د ډیری کورونو څخه لویه ده.

Image Caption

 

د کور ټیټ پوړ د خواړو او ساتیرۍ لپاره خونې لري پداسې حال کې چې په ګراج کې کولی شي 15 موټرې پارک کړي.

د کور دننه او بهر د لامبو حوضونه شتون لري، پداسې حال کې چې د مرجان څخه جوړ شوی ایکویریم د هغې برخه ده.

Image Caption

 

دغه کور د ماربل پیلس په نوم یادیږي او جوړولو یې ۱۲ کاله وخت نیولی.

تگ