د میوه جاتو پوټوکي( پوستکی) د څه شي لپاره او کومې ګټې کوي؟
جوزا 24, 1402 11:40 Asia/Kabul
لاندې لنډه لیکنه کې مو په ساده ډول تاسو ته ددرېیو میوو د پوستکو له حیرانوونکو ګټو خبرو.
د مېوې پوست هم د مېوې په څېر بېلابېلې ګټې لري. که د میوو د پوست له ګټو خبر شوئ، ښايي له دې ایسته یې په ردي ټوکرۍ یا کثافت دانۍ کې وا نه چوئ.
د لیمو او نارج پوست:
که غواړئ چې د ځواني دانو او جوش له شره خلاص شئ نو د لیمو او نارنج له پوست څخه ګټه واخلئ. د لیمو او نارنج په پوست کې په زیاته اندازه انټي اکسایډ شتون لري چې کولای شي د ځواني دانو او جوش په له منځه وړلو کې ګته وکړي.
د مالټې د پوست ګټې:
د مالټي پوست کارول مو مخ له زړېدو او خرابوالي ساتي.
د کېلې پوست:
د مخ د حرارت درجې منظمولو لپاره د کېلې له پوست څخه ګټه واخلئ. هره ورځ خپل مخ او غاړه د همدې پوست په وسیله وموښئ.