د مصنوعي ځیرګتیا په ذریعه نوی انتي بایټک جوړ شو
ساینسپوهانو له مصنوعي ذهانت یا آی ټي څخه په استفادې یو نوی انتي بیایوټیک کشف کړی دی
دا انتي باټیک خورا خطرناک آو وژونکي میکروبونه له منځه وړلی شي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په یوه نوې څېړنه کې، چې د پنجشنبې په ورځ په نیچرل کیمیکل ژورنال کې خپره شوه، د مک ماسټر پوهنتون او د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتیوت یو شمېر ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د اسینتوباکتر (Acinetobacter) په نوم میکروبونو وژونکي انتي بیوتیک کشف کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (Acinetobacter) د هغو باکتریاوو په کورنۍ پورې تړلي بللي چې د انسانانو ژوند ته جدي خطر پېښوي.
په امریکا او کاناډا کې څېړونکي وايي چې مصنوعي ذهانت دا توان لري چې په پراخه د نویو درملو له کشف سره پراخه مرسته وکړي.
د اسینتوباکتر لپاره د مصنوعي ذهانت په وسیله د انتي بایوتیک کشف ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د طب په علم کې انقلاب راوستلی شي.