ویډیو: د حج په موسم کې د کعبې پوښ ولې پورته کيږي؟
د حج د موسم د دود په نظر کې نیولو سره د کعبې احاطه درې متره لوړه شوې ده. د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د احتياطي تدابيرو په پام کې نيولو سره د جمعې په ورځ د کعبې احاطه درې متره پورته شوې او د کعبې لاندې برخه په څلورو خواوو کې دوه متره سپين ټوکر پوښل شوې ده.
د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د احتياطي تدابيرو په پام کې نيولو سره د جمعې په ورځ د کعبې احاطه درې متره پورته شوې او د کعبې لاندې برخه په څلورو خواوو کې دوه متره سپين ټوکر پوښل شوې ده.
د احتیاطي تدابیرو په توګه هر کال د روژې او حج په موسمونو کې د کعبې احاطه پورته کیږي.
په دې اړه د انډیپینډنټ اردو د یوه راپور له مخې، د حرمین شریفین اداره وايي، هغه حاجیان چې کعبې ته راځي د کعبې د پوښ د لمس کولو او ښکلولو لپاره لیواله وي، چې له امله یې د کعبې پوښ خرابیږي او یا هم ډېر خلک د کعبې پوښ له ځانه سره وړي. د کعبې پوښ په تیغ یا چاقو سره پرې کیږي ترڅو له ځانه سره یې یوسي، نو له همدې امله هر کال د کعبې پوښ د ادارې لخوا پورته کیږي.