جوزا 22, 1402 16:29 Asia/Kabul
  • د اونۍ په کومه ورځ د زړه د حملې کېدون ډیر دی؟ ژباړه: عصمت الله میاخیل

روغتیا پوهان وايي، داسې ورځ شته ده چې د زړه د حملې کېدون د نورو ورځو په پرتله ۱۳ سلنه په کې ډېر وي.

د آیرلینډ د زړه د پوهانو لخوا د یوې څېړنې د وینا له مخې د زړه حمله د دوشنبې په ورځ ډېر احتمال لري. په دغه څېړنه کې د لس نیمو زرو څخه د ډېرو ناروغانو معلومات شامل دي چې د 2013 او 2018 کلونو ترمنځ د زړه د حملې له امله روغتون کې بستر شوي وو.

کارپوهانو ویلي چې هر کال د دوشنبې په ورځ تر ۳۰ زرو زیات ناروغان د زړه د حملې له امله په روغتون کې داخلیږي.

څیړنې څرګنده کړه چې د دې ناروغانو په مینځ کې د دوشنبې په ورځ د زړه د حملې ترټولو لوی شمیر ثبت شوي. پر دې سربېره دغه ډول پېښې د يکشنبې په ورځ هم ډېرې ثبت شوي دي.

د څیړونکو په وینا، د دوشنبې په ورځ په روغتون کې په بستر شويو ناروغانو کې د زړه د شریانونو د بندیدو شکایتونه هم معمول وو.

ولې د دوشنبې په ورځ د زړه حملې زیاتې دي؟

د "آبي دوشنبې" په نوم پیژندل شوی، دې پیښې ساینس پوهان حیران کړي دي. پخوانیو څیړنو ښودلې چې د دوشنبې په ورځ د بدن د سرکیډین تال یا طبیعي خوب دورې له امله د زړه د حملې کېدون یا احتمال ډیر دی.

ډاکټر جیک لافلین د زړه متخصص چې د څیړنې مشري یې کړې ، د څیړنې په اړه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي: "موږ د اونۍ د پیل او د زړه ناروغۍ پیښو تر مینځ قوي احصایوي اتحادیه موندلې".

د امریکا د زړه ټولنه (AHA) وموندله چې د دسمبر په وروستۍ اونۍ کې د کال د بل هر وخت په پرتله ډیر خلک د زړه له حملې څخه مړه کیږي. په ورځني ژوند کې بدلون، خوب او د تمرین مهال ویش، او همدارنګه خواړه، کولی شي خلک د کال په دې وخت کې د زړه د ستونزو خطر سره مخ کړي.

تگ