یوې ځوانې او پېغلې تمساح سره د بچي زیږون
د څیړنې نوې لارې پرانیستل شوې، د 16 کلونو یوازې اوسېدو وروسته،ښځينه تمساح هګۍ تولیدې کړې چې په بشپړه توګه د بچي اچولو وړتیا لري.
د یوه تمساح لومړی 'پرته له نره زیږون' د مرکزي امریکا په کوستاریکا کې موندل شوی. دغ کار نه یوازې څیړونکي حیران کړي بلکې د څیړنې نوې لارې یې هم پرانیستې.
په کوستا ریکا کې ژوبڼ پالونکي ادعا کوي چې ښځینه تمساح شاوخوا 16 کاله په انزوا کې ژوند کاوه او بیا د بشپړ جوړ شوي جنین (د ماشوم کیدو وړ) هګۍ یې هم تولید کړي دي.
څیړونکي وايي چې ښځینه تمساح په 2018 کې 14 هګۍ تولید کړې په داسې حال کې چې له نر سره یې نږدې 16 کاله اړیکه نه درلوده. څیړونکي ساینس پوهان وايي، په کوستا ریکا کې د 'له نر پرته زیږون' کولی شي د تمساح ګانو د میندو او پلرونو په اړه نوي معلومات چمتو کړي چې شاوخوا 250 ملیون کاله دمخه د ټریاسیک دورې په مهال په ځمکه ګرځیدل.
ویل شوي دي د ماهیانو، مرغیو، مرغانو او مارانو په نورو ډولونو کې دغه پېښه موندل شوي، خو ساینس پوهان وايي چې دا په تمساح کې لومړنۍ بیلګه ده.