جوزا 20, 1402 16:07 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې په یوه کال کې سل زره خره ډېر شوی دی

د جیو نیوز د خبر پر بنسټ د اقتصادي سروې له مخې سږ کال په پاکستان کې د خرو شمېر ۵۸ لکو ته لوړ شوی دی.

په پاکستان کې د خرو شمیر په یو کال کې سل زره ډیر شوی او 58 لکو ته رسیدلی. په روان مالي کال کې يوه سروې وړاندې شوې، چې له مخې يې په پاکستان کې د خرو شمېر يو لک ډېر شوی او په روان مالي کال کې دغه شمېره ٥٨ لکو ته لوړه شوې ده، چې له مخې يې په روان مالي کال کې د خرو شمېر تر يو لکو زيات شوى دى په داسې حال کې چې مخکې په پاکستان کې دا شمېر ۵۷ لکه وه.

د مالي کال 2022-23 اقتصادي سروې لخوا ورکړل شوي شمیرو کې ویل شوي چې په یو کال کې په دغه هېواد کې د څارویو شمیر 21 لاکه ډېر شوی چې په دې سره د څارویو شمیر له 5 کروړه 34 لکو څخه 5 کروړه او ۵۵ لکو ته لوړ شوی.

د شمېرو له مخې په پاکستان کې د یو کال په اوږدو کې د میږو شمیر ۱۳ لکه او د پسونو شمېر په يو کال کې ۴ لاکه زيات شوی، خو په روان مالي کال کې د خچرانو او اسونو شمېر نه دی ډېر شوی.

تگ