جوزا 17, 1402 16:30 Asia/Kabul
  • د پولیسو چارواکو له یوه میلیونر سوالګر سره اوه لکه روپۍ نیولي

پوليسو د ميليونر سوالګر څخه اووه لاکه روپۍ اخيستې او له همدې امله سوالګر عدالت ته رسېدلی دی.

په فیصل آباد کې د مظفر په نوم یو سوالګر یو میلیونر وخوت، دا خبره هغه وخت په ډاګه شوه کله چې یو پولیس د هغه نه اووه لاکه روپۍ واخیستې او هغه عدالت ته لاړو.

د مظفر په نوم یو میلیونر سوالګر محکمې ته مراجعه وکړه او ویې ویل چې د پولیسو چارواکو ترې اووه لکه روپۍ اخېستې دي خو کله چې محکمې له سوالګر سره د دومره ډېرو پیسو شتون تایید لپاره بانکي تایید وغوښت، نو معلومه شوه چې سوالګر درې کروړه روپۍ لري.

سوالګر مظفر حسینپه محکمه کې غوښتنلیک لیکلی  و په کوم کې چې هغه ويلي وو چې هغه له ۲۵ کالو راهیسې سوال کوي او پیسې جمع کوي. نوموړي یوه نومره زمکه اخیستې وه او کله چې د هغې پیسو ورکولو ته روان وو نو پولیس 7 لاکه روپۍ ځينې واخیستې او په خپلو کښې یې و وېشلې.

په کومو پولیسو چې عریضه شوې وه هغوی محکمې ته را  وغوښتل شول او هغوی هم ادعا کړې چې د سوالګر سره اووه لکه روپۍ له کومه شوې. محکمې یاد پولیس افسران تورن کړي او دوسیه یې ورته جوړه کړې ده.

تگ