په ګرمۍ کې څنګه د څارویو او مرغیو ساتنه وکړو؟
حیوانات او مرغان په دوبي کې د مناسبو خوړو په کارولو او د نورو احتیاطي تدابیرو په ګډون د الکترولیتونو په ورکولو سره آرامه کیدی شي.
په سخته تودوخه کې د څارویو او مرغیو ساتنه خورا اړینه ده که چیرې مناسبه تغذیه او د پاملرنې تدابیر ورته ونه نیول شي، حیوانات یا مرغان زیانمنېدی شي.
انسان تر ټولو غوره مخلوق دی، هغه کولی شي خپل ښه له خپلو بدو سره په ښه توګه توپیر کړي، او په ورته وخت کې کولی شي د سختې ګرمۍ په وړاندې له پاملرنې سره خواړه وکاروي، چې د سختې هوا څخه ساتنه کولی شي.
که تاسو څاروي ساتلي وي یا تاسو له مرغانو سره مینه لرئ نو دا ستاسو لپاره اړینه ده چې د دوبي په تود موسم کې دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:
۱. له تودې هوا یې وساتئ
۲. الکترولیکتونه وکاروئ: حیوانات ساړه وساتئ او نمکول هم په اوبو کې ورکولی شئ
۳. د یخ ساتلو لپاره یې لمبوئ او لامده يې کړئ
۴. له میوو او سبزیجاتو څخه کار واخلئ
۵. هوا یې باید تهویه شي.
له پورته ټکو په پام کې نیولو پرته هم پر حیواناتو شفقت لویه او نېکه ځانګړنه ده چې الله پاک به په انسانانو رحم هم وکړي. ځينو ته دا توصیه ده چې له حیواناتو سره ظلم په ځانګړي ډول له پيشو سره ظلم کول له ناوړه ځانګړنو څخه ده نو ځان ترې وساتئ ځکه سړی پرې ګناهګاریږي.