د مولانا طارق جمیل اکاونټ ته په میلیونونه روپۍ له کومه راغلې؟
په پاکستان کې مشهور دیني عالم مولانا طارق جمیل د هغه په بانکي اکاونټ کې د میلیونونو روپیو د لرلو راپورونه رد کړل. مولانا طارق جمیل له لقمان سره د مرکې پر مهال دا خبرونه رد کړل او ویې ویل چې نه زما اکاونټ کې په کروړونو روپۍ شته او نه زما زوی د کور جوړونې سکیم لري.
مولانا وویل چې زه یوازې پاکوالی غواړم، زما دروازې د هغو کسانو لپاره خلاصې دي چې څېړنه کول غواړي، راشئ او هغه تر سره کړئ. په داسې خبرو کې هیڅ رښتینولي نشته. هغه ویلي چې خلک ماته د زکات پيسې را استوي، هغه پيسې بيا په اړمنو خلکو وېشل کېږي.
هغه زیاته کړه چې زه له یوې داسې مړه خوا کورنۍ سره تعلق لرم چې خورم او څښم خو په کروړونو روپۍ مې نه دي اخیستي او په ۵۲ کلونو کې مې یوه روپۍ هم حرامه نه ده خوړلې.
ياده دې وي چې په دې وروستيو ورځو کې يو شخصي تلویزیون ادعا کړې وه چې په لومړنيو پلټنو کې څرګنده شوې ده چې مولانا طارق جميل په خپل بانکي اکاونټ کې په کروړونو روپۍ لري او زوى يې هم د د کور جوړونې د ټولنې څښتن دى. دا هم ویل شوي چې مولانا طارق جمیل له یوې مشهورې سوداګریزې ډلې سره نږدې اړیکې لري او د دې ډلې ونډې هم طارق جمیل اخلي.