د شارک د ښکلې کیسې تر شا څه دي چې انسانانو ته رسیږي او د شمشتۍ ژوند ژغوري؟
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې لیدل کیږي ، څنګه یوه شارک ماهي د شمشتۍ یا کیشپ د ژوند ژغورلو لپاره تر انسانانو ځان رسوي او د هغه ژوند ژغوري. دا کیسه په اورېدو ډېره ښکلې او جذابه ښکاري، خو په دې کې څومره حقیقت دی؟
په خپره شوې ویډیو کې ویل شوي چې یوه شارک ماهي یوې کښتۍ ته راځي چې په خوله کې څه شی راوړي او هلته یې پریږدي. کیشپ یا شمشتۍ په غاړه کې زخمونه لري چې د کښتۍ چلونکي یې درملنه کوي او بیرته يې سمندر ته خوشې کوي. په ویډیو کې دا هم ښکاري چې کیشپ یا شمشتۍ د انسانانو په لیدو له خوښۍ ژاړي.
خو رښتیا بلکل بل ډول دي. دا ویډیو د دسمبر 2020 ده، او د "کای اوون فشینګ" یوټیوب چینل څخه راکښته شوې. دوو کسانو د بهاماس په اباکو ټاپوګانو کې د کب نیولو په وخت کې د شارک له ژامو څخه دا کیشپ وژغوره. کای سیرونیس او د هغه ملګری برونسن رسل د نومبر په 22 د کبانو په نیولو بوخت وو، چې دوی شارک ولید.
سروینټس د دسمبر په 4 ، 2020 فاکس نیوز ته وویل: "موږ درې مایله له ساحل څخه لېرې وو چې دغه (کیشپ) په اوبو کې پښې وهلې." موږ فکر کاوه چې دا به د مارلین کب وي." په یوټیوب پاڼه کې راکښته شوې اصلي ویډیو کې ماهي نیونکي ښکاري چې خپله کښتۍ شارک ته نږدې کوي، وروسته ورته معلومات کيږي چې د شارک په خوله کې کیشپ دی.