جوزا 08, 1402 17:50 Asia/Kabul
  • د چین په شانګهای ښار کې د تودوخې سل کلن ریکارډ مات شو

د هوا پېژندنې د ځايي ادارې د معلوماتو له مخې، د مې په مياشت کې د شانګهای په ښار کې د تودوخې تر ټولو لوړ سل کلن ريکارډ مات شوی دی.

د می په میاشت کې د چین په شانګهای کې د تودوخې سل کلن ریکارډ مات شو.

د هوا پېژندنې د ځايي ادارې د معلوماتو له مخې، د مې په مياشت کې د شانګهای په ښار کې د تودوخې تر ټولو لوړ سل کلن ريکارډ مات شوی دی.

په ښار کې د تودوخې درجه 36.7 درجو ته رسیدلې، په دې توګه د می په میاشت کې تر ټولو لوړه تودوخه ده.

تر دې مخکې په ۱۸۷۶، ۱۹۰۳، ۱۹۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو کې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ۳۵،۷ درجې ثبت شوې وه.

ساینسپوهان له ډېرې مودې راهیسې خبرداری ورکوي، چې د نړۍ د تودوخې د ډېروالي له امله د هوا د سختوالي لامل کېږي او ښايي یو شمېر هېوادونه د ګرمۍ له وژونکو څپو سره مخ شي. په داسې حال کې چې په تېرو اوونیو کې د سویل ختیځ او جنوبي اسیا په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې درجه لوړه شوې ده او د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلې.

د شانګهای د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، اوسیدونکي د تودوخې شدت له څلوېښتو درجو سانتي ګراد څخه ډېره احساسوي. څه موده وړاندې د بنګله دېش د ډاکا ښاریانو په تېرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو ګرمه ورځ تېره کړه.

تگ