جوزا 07, 1402 12:33 Asia/Kabul
  • د نړۍ هغه مشهور ځایونه چیرې چې سیلفي اخیستل غیر قانوني دي

که تاسو د ساتیرۍ لپاره ډیرو سفرونو ته ځئ یا د خپلو ملګرو سره له یو عالي ځای څخه لیدنه کوئ، مهمه نده چې تاسو څه کوئ ، تاسو په هغه ځای کې سیلفي اخلئ ترڅو دا شیبه په یاد وساتئ.

د راپورونو له مخې د نړۍ په ډېرو مشهورو سیاحتي ځایونو کې سیلفي اخیستل منع دي، په داسې حال کې چې په ډېرو ځایونو کې د سیلانیانو لپاره ځانګړي قوانین وضع شوي دي. لاندې ځینې مشهور ځایونه دي چیرې چې سیلفي اخیستل تاسو ته ډیر ګران تمامېدای شي.

نیو یارک

که څه هم د امریکا نیویارک ایالت په نړۍ کې یو له سترو سیاحتي ځایونو څخه دی، خو دغه ایالت په ژوبڼ او سرکسونو کې له زمریانو، پړانګانوسره سیلفي اخیستل غیر قانوني ګرځولي دي.

Image Caption

 

د لندن موزیم برج (برطانیه)

د برتانیا شاهي میوزیم او ماڼۍ چې د لندن د برج په نوم هم یادیږي، په مرکزي لندن کې د تیمس سیند په شمالي څنډه کې موقعیت لري چې ډېر ګران بیه څيزونه په کې پراته دي.

Image Caption

 

ګیروپ ساحل(فرانسه)

د اوړي په رخصتیو کې د فرانسې په ګاروپ ساحل کې سیلفي اخیستل منع دي. د ساحل چارواکي هڅه کوي په ټولنیزو رسنیو کې د ښودلو پرځای ساحل د سیلانیانو لپاره یو ارام ځای وګرځوي.

Image Caption

 

سعودي عربستان

د سعودي عربستان په سپېڅلو او مقدسو ځایونو کې د سلفي اخېستل ډېر شوي وو نو اوس يې حکومت پرېکړه کړې چې سلفي اخیستل منع دي.

Image Caption

 

هسپانیا

د هسپانیا په پامپلونا ښار کې د ځينو سیالیو د خطرناکې شېبو پرمهال د سیلفي اخیستل منع شوي ترڅو سیلانیان خپل ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

Image Caption

 

جابان

د جاپان په لویدیځ کې د اورګاډي په سټیشنونو کې د سیلفي سټیکونو سره سیلفي اخیستل منع دي.

Image Caption

 

 

تگ