ټول هېواد په سلګونو فوټه لوړې د 400 کلنې ونې د راغورځېدو په ویر کې ماتم وکړ
د لوېدیځې افریقا هېواد سیرا لیون په پلازمېنه کې یوه ۴۰۰ کلنه ونه چې د ازادۍ سمبول ګڼل کېږي، راپرېوتې چې په اړه يې ټول هېواد یې په ویر کې دی.
د هېواد جمهور رئیس جولس مادا بایو د دغې ونې د نړېدو په اړه په خپل پیغام کې ویلي دي چې د طوفاني بارانونو په پایله کې د پېړیو لرغونې د پنبې ونه چې زموږ ملي میراث و، له منځه تللې ده. ټول ملت پرې ماتم کوي.
هغه ونه چې د چټکو بادونو له امله راپرېوته، شاوخوا ۴۰۰ کاله پخوانۍ وه. 70 m (230 ft) اوږده او 15 m (50 ft) پراخه ونې د سیرالیون ملي سمبول ګڼل کېده، چې د امریکا څخه د راستنو شويو پخوانیو غلامانو افریقیانو لخوا اېښودل شوی وه. ځایي خلک وايي چې په 1700 لسیزه کې، هغه وګړي چې په کښتۍ کې راستانه شوي وو د دغې د ونې د څانګو لاندې راټول شول ترڅو په هغه ځای کې دعا وکړي چې دوی یې "آزاد ښار" بولي.
ولسمشر وویل، دغه ونه زموږ د ملي سمبول په توګه پېژندل کېده. په طبیعت کې هېڅ شی د تل لپاره نه پاتې کېږي، نو دا زموږ ننګونه ده چې بیا وده ورکړو.
کله چې سیرا لیون په 1961 کې د برتانوي استعمار څخه خپلواکي ترلاسه کړه، ملکه الیزابت II هم په دغه مهال دلته راغلې وه. ولسمشر جولیوس مادابیو رویټرز ته ویلي: "موږ د دې تاریخي ونې د ساتنې لپاره ځینې اقدامات کوو." زه غواړم هغه ځای چې زه ولاړ یم په یوه دولتي کور، موزیم یا د ښار په تالار بدل شي.