جوزا 01, 1402 17:56 Asia/Kabul
  • په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت د کومې خطرناکې ناروغۍ لامل کیدی شي؟

په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت نه یوازې په ماشومانو کې بلکې په ځینو ځوانانو او لویانو کې هم عام دی چې سره له دې چې د زیان لامل ګرځي ، د داسې ناروغۍ لامل هم کېدای شي چې په اسانۍ ترې خلاصون نه کېږي.

په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت نه یوازې په ماشومانو کې بلکې په ځینو ځوانانو او لویانو کې هم عام دی چې سره له دې چې د زیان لامل ګرځي ، د داسې ناروغۍ لامل هم کېدای شي چې په اسانۍ ترې خلاصون نه کېږي.

د ۲۰۲۲ مطالعې په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت او الزایمر ترمنځ غیر معمولي اړیکه په ګوته کړه، هغه ناروغي چې د دماغ په حجرو اغیزه کوي.

په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت نه یوازې ستاسو د پوزې دننه حجرې له مینځه وړي، بلکې د باکتریا لپاره د پوزې له لارې دماغ ته د رسیدو لپاره اسانه لار هم برابروي.

الزایمر څنګه پیل کیږي؟ دا تر اوسه یو راز پاتې دی، که څه هم دا په پراخه کچه څېړنې شوې دي.

پوهان وايي چې په پوزه کې د ګوتې وهلو عادت د یادې ناروغۍ د پیل لامل کېدای شي.

* د استرالیا د ګریفیت پوهنتون د ساینس پوهانو په مشرۍ د څېړونکو یوې ډلې د (Chlamydia pneumoniae) په نوم هغه باکتریاوې ازمویلې، چې په انسانانو کې د سینه بغل لامل کېدای شي، چې ځینې یې په الزایمر ناروغۍ اخته دي، د دوی په مغزو کې دغه باکتریا کشف شوه.

په موږکانو ترسره شوې یوه څیړنه کې، څیړونکو داسې انګیرله چې دماغ کې باکتریا کولی شي د پوزې له لارې ورته ورسیږي.

 

تگ