جوزا 01, 1402 17:42 Asia/Kabul
  • د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې مصنوعي خواږه مه کاروئ

د نړیوال روغتیا سازمان په وینا د دې دوامداره کارول ممکن د ټایپ 2 شکرې او د زړه ناروغۍ خطر ډیر کړي.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د بدن د وزن د کنټرول او یا د غیر ساري ناروغیو د خطر د کمولو لپاره د مصنوعي خواږو د استعمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د اوږدې مودې کارول یې بې ګټې دي او د روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي،  کیدای شي لوی خطر رامنځته کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د شکرې دا بدیلونه د بدن د غوړ کمولو لپاره کار نه ورکوي. په یوه سپارښتنه کې راغلي دي چې دوامدار استعمال یې کولی شي په لویانو کې د ټایپ 2 شکرې، د زړه ناروغۍ او مړینې خطر زیات کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا سپارښتنه پر ټولو هغو کسانو تطبیقېږي، پرته له دې چې د شکرې ناروغي ولري. د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې سپارښتنه د شته شواهدو بیاکتنې پراساس ده او د صحي رژیم لپاره د لارښوونو یوه برخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا سپارښتنه پر ټولو هغو کسانو تطبیقېږي، پرته له دې چې د شکرې ناروغي ولري. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دغه سپارښتنه د شتو شواهدواو بیاکتنې پراساس ده او د روغتیايي رژیم لپاره د لارښوونو یوه برخه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه خبر له پخوانیو څېړنو سره په ټکر کې دی چې د خوږو خوړل هېڅ روغتیايي ګټې او زیان نه لري.

د غذا او تغذیې ښوونکي سټیفاني مکبرنیټ ویلي چې د تغذیې څیړنې په دوامداره توګه وده کوي او یادې موندنې به د لا ډېرو معلوماتو سره تازه کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د غذا او غذايي موادو مشر وايي، خلک باید د خوږې د کمولو لپاره پر نورو لارو چارو غور وکړي. د بورې پرته خواږه اړین غذايي مواد دي او هیڅ ډول غذايي ارزښت نه لري، نو خلک باید د خپلې روغتیا د ښه کولو لپاره، د خوږې خوړل په بشپړه توګه کم کړي.

تگ