جوزا 01, 1402 17:33 Asia/Kabul
  • موټر چلوونکي سپی ولې ملامته یاد شوی و؟

چټک موټر چلوونکی د ځان د خلاصون له پاره خپل سپی تورن کړی او موټر چلوونکي پولیسو ته ټینګار کاوه چې د موټر د اشټيرینګ شاته زه نه بلکې زما سپی ناست و.

د امریکا په کولوراډو ایالت کې یوه سړي د دې له پاره چې  ځآن د پولیسو له نیول کېدو وژغوري ویلي دي چې د موټر چلولو پر مهال زما سپی موټر ته ناست و.

د برتانوي رسنیو د راپور له مخې، د پولیسو افسر ویلي چې هغه سړی یې ولید چې په تیز رفتارۍ سره د خپل سپي سره د سیټ بدلولو لپاره ودرول شو، وروسته سړي پولیسو ته ټینګار وکړ چې د هغه سپی د موټر د اشټيرینګ شاته ناست و.

راپور کې ویل شوي چې تورن کس کې د نشه یي توکو نښې لیدل شوي، چې په اړه یې پوښتنې ګروېږنې وشوې. تورن کس د تیښتې هڅه وکړه، خو ویې نه شو کړای چې لېرې ولاړ شي او ۱۸ متره یعنې ۶۰ فوټه لېرې ونیول شو.

شکمن د کولوراډو په سپرینګ فیلډ کې نیول شوی، یو کوچنی ښار چې شاوخوا 1,300 نفوس لري. په روغتون کې تر معایناتو وروسته، موټر چلوونکی د نورو تورونو سره هم د موټر چلولو په تور نیول شوی.

تگ