د ټولنیزو رسنیو ټیټ قدی ستوری حسب الله ونیول شو
د روسیې د ټولنیزو رسنیو مشهور ستوری، ټیک ټوکر او د موسیقۍ تولیدوونکی حسبله ماګومیدوف او ملګري یې په داغستان کې نیول شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ۲۰ کلن حسب الله او ملګري یې په داغستان کې د ترافیکي سرغړونو په تور نیول شوي چې د ښار د لویې لارې د بندولو په تور نیول شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې حسب الله له خپلو ملګرو سره د یوه ملګري د واده په مراسمو کې د خوښۍ په حال کې و چې چارواکو یې نیولی دی. وروسته ټیک توکر پر ټولنیزو رسنیو یو پیغام خپور کړ او د پېښې له کبله یې بښنه وغوښته او ویې ویل، چې اصلاً موټر د ده نه، بلکې د هغه د ملګري له خوا چلول شوی، هغه ډاډ ورکړی چې دا ډول تېروتنه به نه تکرارېږي. باید یادونه وشي چې د UFC سفیر حسب الله په 2020 کې په انسټاګرام او ټیک ټوک کې د خپلو مسخره ویډیوګانو او قد له امله شهرت ترلاسه کړ. هغه د MMA سوپر سټار کونور مک ګریګور سره د مبارزې په لاره اچولو سره خورا شهرت ترلاسه کړ ، او 8.6 ملیون انسټاګرام پیروان لري.