د سربیا په یوه ښوونځي کې یوه ۱۴ کلن ځوان په ډزو ۹ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي
د سربیا په پلازمینه بلګراد کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې اته زده کوونکي او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د بلګراد په یوه لومړني ښوونځي کې د یوه ۱۴ کلن ځوان د ډزو په پایله کې د شپږو زده کوونکو او یوه ښوونکي په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې عیني شاهدان وايي، چې د اووم ټولګي دغه ۱۴ کلن زده کوونکی خپل ټولګي ته ورغی او لومړی یې پر ښوونکي ډزې وکړې او وروسته یې په ټولګي کې پر زده کوونکو ډزې پیل کړې.
زده کوونکی میلان میلوسیویچ، چې له ټولګي څخه ژوندی په تېښته بریالی شو، وویل، ډزې کوونکی ډېر خاموش او شریف و او په دې وروستیو کې زموږ په ښوونځي کې شامل شوی و.
دپوليسو ترمخه په ډزو کې ککړ د اووم ټولګي يو ١٤ زده کوونکی نيول شوى او دپيښې علت پلټنې روانې دي. د سربیا د کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې ټپي شویو کسانو ته طبي مرستې ورکول کېږي، د ټپي ښوونکې وضعیت ډېر نازک دی، ډاکټران هڅه کوي چې د هغې ژوند وژغوري، په داسې حال کې چې یوه ښځینه زده کوونکې په سر په مرمیو لګېدلې ده چې عملیات يې کيږي.