رنګونه څنګه پېژنو ؟
لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق قاثب هزارناوی
موږ له رڼا پرته هيڅکله رنګين توکي نه شو پېژندلي ، دا هغه رڼا ده چې يوه برخه يې زمونږ سترګو ته هم راغبرګيږي. نو په همدې بنسټ ، کله چې په رنګين شي باندې قوي رڼا متمرکزه شي نو هغه ډېره ځلا کوي او ډېرې وړانګې صادروي، نو ځکه يو شي بيا ډېر ځلانده او روښانه مالوميږي . خو که بيا همدا شي د تتې او کمزورې رڼا لاندې کېښودل شي ، نو غبرګون يې کمزوري او ځلا يې کمه وي ، نو ځکه ډېر روښانه نه مالوميږي .
ساينس پوه نيوټن وايې چې رڼا د رنګ اصل دي . (( سپينه رڼا خپلو اصلي رنګونو ته تجزيه کېداي شي، همدا راز د سپينې رڼا د لاسته راوړلو لپاره هم دا شونې ده چې دا ټول رنګونه سره راټول کړو، نو هرځاي چې رڼا شته وي هلته رنګ پيدا کيږي.او په همدې ترتيب د رڼا څرنګوالي د رنګونو په څرنګوالي باندې اغېزه کوي.ا مالومه خبره ده چې کله شيان د ورځې په رڼا کې پراته وي نو رنګ يې يو ډول وي ، خو کله چې همدا شيان د مصنوعي رڼا لاندې کېښودل شي نو بيا يې رنګونه توپير پيدا کوي . تاسوچې کله ټوکر (رخت)په يوه هټۍ ( دوکان) کې مصنوعي رڼا ته کېږدئ نو رنګ يې يو ډول ښکاري ، خو کله چې همدا ټوکر دورځې عادي رڼا ته کېږدئ نو بيا يې رنګ له مصنوعي رڼا سره ډېر توپير کوي . نو ځکه ويلي شو چې رڼا د رنګ په مالومولو او راپيژندلو کې مهم رول لري .
ولې شيان رنګين ګورو ؟
په هر جسم باندې چې رڼا پرېوځي نو له هغې څخه وړانګې راکشوي او له يو بل څخه غبرګيږي( منعکسه کيږي ). او د هر جسم رنګ له هغې څخه غبرګې شوې وړانګې بلل کيږي … موږ چې کله د ټوکريوه کتان ته ګورو او هغه راته سور ښکاري دا ځکه چې هغې له رڼا څخه دا وړانګې اخيستي او بيا يې زموږ سترګو ته سرې وړانګې غبرګې کړي. او له دې وروسته په سترګه کې د سرو وړانګو لپاره ټاکلې سيمه دا احساسات مغزو ته لېږدوي او موږ ته د سور رنګ احساس راپيداکيږي او سور رنګ پېژنو ، او په همدې ترتيب راته د سمندر اوبه هم آسماني ښکاري، دا په داسې حال کې ده چې د سمندر څپې راته سپين رنګه ښکاري او لامل يې هم دا دي چې دا څپې د هواء ځينې پوکنۍ لري، دا پوکنۍ د رڼا ټولې وړانګې غبرګوي خو له رڼا څخه هيڅ شي نه کش کوي .نو ځکه دا څپې سپينې ښکاري .
سترګه درنګ په پېژندلو کې ډېره حساسه وي او په ځانګړې توګه د زرغون يا شين رنګ په پېژندلو کې ، خو دا حساسيت د سور او بنفشه يي رنګونو په کمېدو کې له منځه ځي. سترګه کولي شي چې درنګونو ترمنځ ډېر کم توپير هم وپېژني،آن کولي شي چې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ رنګونو پورې توپير مالوم کړي .
سترګه په ډېرې آسانۍ سره کولي شي چې سره او بنفشه يي رنګونه تمييز کړي ،خو د ژېړو رنګونود درجو ترمنځ توپيرونه په آسانۍ سره نه شي پېژندلي. نو ځکه هغه کسان چې د موټرونو د سينګارولو يا رنګولو په کار بوخت وي ، نه شي کولي چې د موټر ترميم په ژېړ رنګ په آسانۍ سره وکړي .
خو يو ( متحد ) رنګ کولي شي سترګې ته آرام ورکړي او په ځانګړې توګه سترګه تربل هر رنګ سپين رنګ ښه پېژندلي شي .
Share this: