ثور 04, 1402 16:02 Asia/Kabul
  • نړۍ سخته  ناامنه شوې او لا نور وېره هم شته

په نړۍ کې د ګڼو هېوادونو د پوځي بوديجې لګښت د رېکارډ تر کچې رسېدلی چې په دې توګه يې نړۍ ته ستر ګواښ متوجه کړی دی.

په نړۍ کې د ګڼو هېوادونو د پوځي بوديجې لګښت د رېکارډ تر کچې رسېدلی چې په دې توګه يې نړۍ ته ستر ګواښ متوجه کړی دی. د سټاکهولم د سولې نړیوال انسټیټیوټ وايي تېر کال پر اوکرایین د روسیې تر یرغل او ختیځه اسیا کې تر ترینګلتیا وروسته پوځي لګښتونه ۲٫۲۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېدل.

د امریکا متحده ایالتونه ددغې دفاعي بودیجې نوملړ سر سر کې ځای لري چې ورپسې روسیه او چین دی.

ددغه رپوټ چمتو کوونکې اداره چې د سټاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ نومېږي، وايي د پوځي لګښتونو د زیاتېدو په تړاو ترلاسه شوې دا شمېرې ددې ښودنه کوي چې نړۍ په زیاتېدونکې توګه نا امنیه شوې ده.

دا د حیرانۍ خبره نه ده چې په اروپا او له دغې لویې وچې ور هاخوا د لګښتونو د خورا سختې لوړېدا تر شا د اوکرایین جګړه ده.

دا اتم پرله پسې کال دی چې په نړۍ کې پوځي لګښتونه ډېر شوي.

Image Caption

 

دغې څېړنیزې ادارې اټکل کړی چې د روسیې پوځي لګښت څه د پاسه ۸۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې نهه سلنه لوړ شوی.

د رپوټ پر بنسټ، روسیه د نړۍ په کچه دریم هېواد دی چې په پوځي برخه کې ډېر لګښتونه کوي خو بیا یې هم کچه د چین د پوځي بودیجې له دریمې برخې ټیټه ده.

د چین پوځي بودیجه بیا ۲۹۲ میلیارد ‌ډالر وه چې د امریکا پوځي لګښت دریمه برخه اټکل شوې.

رپوټ وايي د اوکرایین پوځي بودیجه له دغه هېواد سره له کېدونکو مرستو پرته څه د پاسه ۶۴۰ سلنه لوړه شوې.

دا په نړۍ کې د پوځي بودیجې تر ټولو لوړه کلنۍ ډېرېدنه ده چې د سټاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ د تېرو څه د پاسه اویا کلونو په اوږدو کې ثبت کړې.

Image Caption
Image Caption

 

له روسیې وروسته بریتانیا بیا هغه هېواد دی چې د پوځي لګښتونو کچه یې ډېره وه.

ددغه هېواد پوځي بودیجه ۳٫۷ سلنه لوړه وه او د نړۍ شپږم هېواد و چې ‌ډېر پوځي لګښت یې کړی.

بریتانیا له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې اوکرایین ته ډېره نظامي مرسته ورکوي.

دغه سویډني بنسټ ویلي، په اسیا او منځني ختیځ کې هم پوځي لګښتونه پاموړ لوړ شوي.

د چین د پوځ بودیجه اټکل څه د پاسه څلور سلنه زیاته شوې، رپوټ یې د لامل په تړاو څه نه وايي خو ښايي د ټایوان مسله یې یو له اصلي لاملونو وي.

بل لوري ته د جاپان او هند پوځي بودیجو کې هم شپږ شپږ سلنه زیاتوالی راغلی.

منځني ختیځ کې بیا سعودي تېر کال ډېر پوځي لګښت کړی و. کچه یې ۷۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

د رپوټ پر بنسټ، تېر کال پوځي لګښتونه له اېتیوپیا پرته یوازې په افریقا د مرکزي او سوېلي امریکا په هېوادونو او کربین سیمه کې نه وو لوړ شوي.

تگ