چاغوالی د عمر په لنډولو کې رول لري
چاغوالی کولی شي چې د عمر اته کلونه وخوري او دغه راز د داسې ناروغیو سبب شي، چې تر لسیزو پورې دوام کوي.
چاغوالی کولی شي چې د عمر اته کلونه وخوري او دغه راز د داسې ناروغیو سبب شي، چې تر لسیزو پورې دوام کوي.
شننه ښيي، چې د ځوانۍ عمر کې د وزن ډېرښت روغتیا لپاره ډېر زیانمنونکی دی او دغه راز د عمر لنډوالي سبب کېدای شي.
په کاناډا کې د مکګل پوهنتون څېړنه ښيي، چې د زړه ناورغۍ او دویم ډول شکرې ناروغۍ د معلولیت او ان مړینې سبب کېدای شي. د ماهرینو په خبره ډېرو خلکو ته د چاغوالي پایلې ( معلومې ) نه وي.
دغه څېړنه وايي، دا چې د دغو کسانو پر وړاندې د ژوند اوږده پړاوونه پراته وي، ځکه یې د وزن ډېروالي له کبله رامنځته کېدونکو روغتیايي ستونزو ته هم تر اوږدې مودې ( فرصت ) په ګوتو ورځي.
دغه څېړنه کې معلومه شوې، چې له ۲۰ کلنۍ تر ۳۹ کلنۍ پورې د مناسب وزن درلودونکو کسانو پر تله د همدې عمرونو ډېر وزن لرونکو نارینه وو عمرونه اته اعشاریه څلور کاله کم شوي او د ډېر وزن لرونکو ښځو عمرونه شپږ اعشاریه یو کال لږ شوي دي.
نارینه وو د ژوند اتلس اعشاریه اته کلونه او ښځینه وو د خپلو عمرونو ۱۹ اعشاریه یو کلونه له روغتیايي ستونزو سره تېر کړي.
دغه راز په پنځوس او شپیته کلنۍ کې د نارینه وو عمرونه د چاغښت له کبله درې اعشاریه اووه او د ښځو عمرونه پنځه اعشاریه درې کاله لږ شوي دي.
د اویا کلنو نارینه وو او ښځینه وو عمرونو کې د یوه کال کموالی راغلی، خو دوی بیا هم د عمر یو کال د ناروغۍ په حالت کې تېر کړی دی.
پروفیسور سټیون ګرور وايي، زموږ کمپیوټر ماډل ښيي، چې د چاغښت له کبله د زړه ناروغیو، حملې، او شکرې ناروغیو خطر ډېرېږي، چې له کبله یې د عمر لنډوالي احتمال رامنځته کېږي.