بادام او د بادامو تېل مغزو او وېښتانو ته خورا ګټه لري
د بادامو تېل د وېښتانو د لوېدلو مخه نیسي. د بادامو تېل د وېښتانو د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، ځکه د بادامو تېل د التهاب یا مکروبي کېدلو ضد خاصیتونه، اومېګا – ۶، اومېګا – ۳ او اومېګا – ۹ اسیدونه لري. همدارنګه د بادامو په تېلو کې ویټامین اي (Vitamin E) او مګنیزیم موجود دي، چې اي ویټامین یو انتي اوکسیدنت دی.

د بادامو تېل؛
1. وېښتانو ته خواړه برابروي او وده ورکوي
د موږکانو په څېړنه کې معلومه شوې چې د بادامو شیره وېښتانو ته وده ورکوي. د بادامو په تېلو کې منرالونه او پروټینونه موجود دي چې د وېښتانو وده تحریکوي او وېښتان غښتلي کوي. دغه راز د بادامو تېل وېښتان نرم او ځلاند ساتي.
2. مات شوي وېښتان بېرته رغوي
د بادامو تېل هغه وېښتان بېرته رغوي چې د تودوخه افرازوونکې وسیلې په واسطه متاثر شوي وي. مثلا، کله چې څوک وېښتان په وچوونکي ماشین وچوي یا یې توني کوي هغه ژوبلېږي او که د بادامو په تېلو غوړ شي بېرته رغېږي. په دې توګه د ماتېدلو په اثر د وېښتانو د له منځه تګ په کمولو کې مرسته کوي.
3. د انتي اوکسیدنتونو غني محتویات دي
د بادامو په تېلو کې موجود ویټامین اي یو انتي اوکسیدنت دی. هغه د اوکسیډیټیو تخریب پر ضد مجادله کې مرسته کوي او ښایي چې د وېښتانو وده پیاوړې کړي.
4. التهاب ضد خاصیت لري
د بادامو تېل د التهاب ضد خاصیتونه لري. دغه خاصیتونه کولی شي چې د تخریشي پخې په سمولو او رغولو کې مرسته وکړي. په چاپېریال کې موجوده ککړتیا کولی شي چې د خارښ او پخې په څېر ستونزې او په سخت حالت کې د وېښتانو تویېدل رامنځته کړي. د بادامو تېل له دغسې حالت څخه په اېستلو کې مثبت رول لوبوي.
5. د وینې جریان ته وده ورکوي
په پخه باندې د بادامو تېل مږل د وینې جریان ته په وده ورکولو کې مرسته کوي. دا ډاډمنوي چې ستاسو فولیکلونه په ښه توګه تغذیه کیږي چې کولی شي د ښې تغذیې په صورت کې وېښتان روغ وساتي.