مزاحم چرګ په اعدام محکوم شو
حمل 19, 1402 11:53 Asia/Kabul
وروسته له دې چې د نایجریا د کانو ښار یوه اوسیدونکې له قاضي څخه د خپل چرګ د حلالولو لپاره مهالت وغوښت، محکمې تر سبانۍ (جمعې) پورې وخت ورکړ.
وروسته له دې چې د نایجریا د کانو ښار یوه اوسیدونکې له قاضي څخه د خپل چرګ د حلالولو لپاره مهالت وغوښت، محکمې تر سبانۍ (جمعې) پورې وخت ورکړ.
د محکمې قاضي مالام یوسف ته ویلي چې خپل چرګ په دې خاطر حلال کړي چې ګاونډیانو ته یې مزاحمت پېښ کړی دی.
خو یوسف په محکمه کې وویل چې ده دا چرګ د «ښې جمعې» د لمانځلو لپاره رانیولی او غوښتنه کوي چې د عیسویانو تر سپېڅلې جمعې پورې دې وخت ورکړل شی.
قاضي د یوسف غوښتنه ومنله خو پرېکړه یې وکړه چې چرګ باید له جمعې وروسته ونه لیدل شي.
قاضي یوسف ته ویلي چې که د جمعې په ورځ یې خپل چرګ حلال نه کړ، جریمه به شي.