ورزشکاران باید په روژه کې څنګه خوراکي برنامه تنظیم کړي؟
په روژې مبارکې مياشت کې خوراکي برنامه، په ځانګړې توګه د ورزشکارانو لپاره، چې ډېر تغييرات پکې راځي، باید په ښه شکل ترتيب شي. ورزش نه یوازې له روژې سره ټکر نه لري؛ بلکې که چېرې په سم او اصولي شکل ترسره شي، د ورزشکارانو د ارامتیا او د ډېپرېشن د له منځته وړلو سبب هم کيږي او د هغوی د فکري ځواک د پياوړتيا لامل ګرځي.
په روژې مبارکې مياشت کې خوراکي برنامه، په ځانګړې توګه د ورزشکارانو لپاره، چې ډېر تغييرات پکې راځي، باید په ښه شکل ترتيب شي.
ورزش نه یوازې له روژې سره ټکر نه لري؛ بلکې که چېرې په سم او اصولي شکل ترسره شي، د ورزشکارانو د ارامتیا او د ډېپرېشن د له منځته وړلو سبب هم کيږي او د هغوی د فکري ځواک د پياوړتيا لامل ګرځي.
د ډېرو ورزشکارانو له اندېښنو څخه ، هغه که حرفوي دي او که یوازې د صحت لپاره ورزش کوونکي، یوه دا ده، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د سپورټ په برخه څه کول پکار دي؟
ـــ روژه د ورزشي فعالیتونو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي
د ایران د طبي فدراسیون د مدیره هیئت غړی ډاکټر رشید حیدري مقدم په خپله مقاله کې ليکي: که چېرې علمي سپارښتنو ته پام وکړو، روژه د خوراکي رژيم په مرعات کولو سره له ورزش سره هېڅ ټکر نه لري؛ بلکې د ورزشکار د هر فعالیت له ترسره کولو سره مرسته کوي.
ده همداراز ویلي دي: د روژې په مبارکه مياشت کې د ورزشکارانو پر بدن د روژې اغېزې ته پاملرنه د ورزش په ټولنه کې يوه له مهمو مسايلو څخه ده. ډېری ورزشونه په ځانګړي توګه درانه او سنګین ورزشونه باید کم شي او د ورزشکارانو د فټنس ساتلو لپاره په کمه اندازه ترسره شي.
د ایران د سپورټ روغتیایي فدراسیون غړي په دې مقاله کې لیکلي دي: روژه لرونکي ورزشکاران باید د ډاکټر له سپارښتنې پرته د سپورټ له تقویتي درمل خوړلو ډډه وکړي، چې پر پښتورګو او د هاضمې پر سیسټم باندې اغېز کوي او په ځانګړي توګه دغه توصیه د تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره کېږي؛ ځکه چې هغوی ځواکمنه انرژي لري.
ـــ د روژې په مبارکه میاشت کې د بدن کمزورۍ د مخنیوي لپاره له درنو ورزشونو څخه ډډه وکړئ
هغه ټینګار کوي، چې په دې میاشت کې د ورزشکارانو د بدن د چمتووالي لپاره اړینه ده؛ ترڅو په روژه کې مناسب ورزشونه لکه لامبو وهل، منډې وهل او بایسکل ځغلول ترسره شي. د روژې په مبارکه میاشت کې تر ټولو غوره تمرین له روژه ماتي وروسته لامبو وهل او قدم وهل دي؛ ځکه د عضلاتو د درد او قبض مخه هم نیسي.
ـــ د ورزشکارانو لپاره د اړينو خوړو سپارښتنه
حيدري مقدم د ورزشکارانو لپاره د خوړو د توصيې په برخه کې داسې نظر لري: د روژه لرونکو ورزشکارانو لپاره ( شيدې او لبنيات، ډوډۍ او غلې، سبزي او مېوې، غوښه، هګۍ او بې له پوسته حبوبات) توصيه کيږي او ورزشکاران کولی شي، د يوه سالم غذايي رژيم په مټ د خوړو په برخه کې د بدن اړتياوې پوره کړي او د روژې له ګټو د خپل بدن په سلامتيا کې استفاده وکړي.
ـــ په پشلمي کې له خوراک څخه ډډه مه کوئ
هغه د دې مطلب په بيانولو سره، چې په پشلمي کې خوراک نه کول ځينو ورزشکارنو ته زيان رسوي، وايي: ټينګار کيږي، چې پشلمی وشي، پشلمي ته نه ويښېدل کله هم نه وړانديز کيږي؛ ځکه دا کار د وخت په تېرېدو سره د روژتي د کمزورتيا او ضعف سبب کيږي. ښه دا ده،چې د بدن ډېره انرژي د پشلمي په کولو سره پوره شي. ورزشکاران دې هڅه وکړي، چې په نهاره روژه ونه نيسي؛ ځکه ممکنه ده،چې ياد کس د ورځې په جريان کې له کمزورتيا سره مخ شي. ورزشکاران بايد هېره نه کړي، چې په پشلمي کې ډېر خوراک نه تنها چې د ورځې په وروستيو شېبو کې د لوږې مخه نه نيسي؛ بلکې له پشلمي وروسته په لومړنيو ساعتونو کې پر مېدې او ادراري الو ډېر فشار راولي، چې د بد هاضمۍ، درد او د مېدې د خرابېدو سبب کيږي.
ــ په پشلمي کې اوبه لرونکې مېوې ډېرې وخورئ!
په پشلمي کې له پروټين لرونکو خوړو لکه هګۍ، حبوبات، لبنيات او غوښې استفاده وکړئ او د اوبو څښلو پر ځای اوبه لرونکې مېوې وخورئ.
هغه په دې مقاله کې ټينګار کوي: له اوبو څخه په موقعې او خپلې اندازې سره ګټه اخيستل يوه بله نقطه ده، چې د دې مياشتې په جريان کې بايد ورته پاملرنه وشي. د بدن د اوبو کمښت ممکن په ځينو وختونو کې په ځانګړي ډول د سپورټ پر مهال ستونزه پيدا کړي؛ مګر په ورزشي برنامو کې د وخت په تغيير سره کولی شو، له دې ستونزې سره مقابله وکړو.
حيدري مقدم په دې باور دی چې: ورزشکاران کولی شي، خپله سهارنۍ ورزشي برنامه له روژه ماتي څخه وروسته وخت ته انتقال کړي او په دې ترتيب د ستونزو د پېښېدو چانس حداقل ته راښکته کړي. هغو کسانو ته، چې نه شي کولی په خپلې ورزشي برنامه کې تغيير راولي هم توصيه کوي، چې کولی شي، په پشلمي او روژه ماتي کې ډېرې اوبه وڅښي، ترڅو سربېره پر دې چې د بدن اړتيا يې پوره شوې وي، د ضرورت په وخت کې يې بدن له ذخيره شويو اوبو څخه هم استفاده وکړي.
ـــ د مېوې په اوبو او خورما سره روژه ماته کړئ
د روژه ماتې په وخت کې د بدن فوري اړتيا د هرې ژوندۍ حجرې په ځانګړي ډول د مغز او عصابو د حجرو لپاره د انرژۍ د يوې سرچينې (ګلوکوز / د وينې قند) دي، چې خورما او د مېوې اوبه د قند ښې سرچينې دي.پر همدې اساس د روژه ماتي په وخت کې د خورما، مېوې اوبو، سوپ- سبزيو، د قند تعادل ساتنې په موخه د بدن د اوبو او مایعاتو لپاره وړانديز کيږي.
ـــ د ورزش ښه وخت له روژه ماتي څخه وروسته ټایم دی
هغه د دې خبرې په بیانولو سره وايي: چې د روژې په مياشت کې د ورزش ښه وخت له روژه ماتي څخه دوه يا درې ساعته وروسته مهال دی، زياتوي: په روژه ماتي پسې پيوست ورزشي سيالۍ کول له علمي اړخه د منلو وړ نه دي، په روژه ماتي پسې پيوست ورزش او تمرين کول د دې سبب کيږي، چې پر عصبي، تناسلي او عضلاتي سيستم باندې فشار وارد شي او په ټوله کې ممکنه ده، چې د ورزشي ناروغيو سبب شي.
ورزشکاران دې هڅه وکړي، چې د روژې په مبارکه مياشت کې خپل ورزشي تمرينات سپک ترسره کړي؛ ځکه دارنه حرکتونه او فعاليتونه د دې سبب کيږي، چې بدن يې اوبه او الکتروليت له لاسه ورکړي او ورزشکاران له شديدې کمزورتيا سره مخ شي.