واټساپ د کمپیوټر لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې
د خبرو اترو او اړیکو نیولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو ډیر کارېدونکې اپلیکیشن (واټساپ) د کمپیوټر کارونکو له پاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د خبرو اترو او اړیکو نیولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو ډیر کارېدونکې اپلیکیشن (واټساپ) د کمپیوټر کارونکو له پاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د معلوماتو له مخې: په نویو بدلونونو کې اوس واټساپ استعمالوونکي کولی شي؛ ډلییز زنګ (کانفرانس کال) ووهي او په یو ځل څو تنو سره خبرې وکړي.د واټساپ او فیسبوک ادارې مشر مارک زوکربرګ چې د میټا پلیټ فارم له لارې خدمات وړاندې کوي؛ په یو تازه ټویټ کې ویلي، چې: نور د واټساپ کارونکي په کمپیوټر کې هم کولی شي کانفرانس کال وکړي.نوموړي لیکلي: «موږ د واټساپ نوی ډیسکټاپ اپ وړاندې کړ، چې په وینډو کې به یو ځل باندې ۸ تنو ته د ویډیو کال او ۳۲ تنو ته د اډیو کال کولو اسانتیا ولري.»په ورته وخت کې د واټساپ ادارې خبر ورکړی، چې راتلونکي کې به د کال کولو برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، چې یو به یې لا زیاتو خلکو سره تماس نیول وي