حمل 07, 1402 10:37 Asia/Kabul
  • یوه افغان انجینر د هوا تصفیه کولو فلټر جوړ کړی

په کابل کې د انجنير سید زمان سعادات په نوم یوه افغان انجینر د ککړې هوا د تصفیې فلټر جوړ کړی.

  د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل د یاد فلټر د پېژندنې په غونډه کې وویل: « دغه موډل د لومړني کمپیوټر په څېر ډېر ساده او له اولیه وسایلو جوړ دی، که د مسؤلینو ملاتړ او هڅونه وي، موږ د افغانستان د کادرونو په مرسته کولی شو د وخت غوښتنو ته ځواب ووایو.»

هغه زیاته کړه چې د هېواد د نوښتګرو ځوانانو نوښتونو ته باید زمینه مساعده شي.

  د یاد فلټر جوړونکي او طراح انجنیر سید زمان سعادات د فلټر د څرنګوالي په اړه وویل، چي د فلټر دغه موډل یې د دوه متره مکعب حجم په اندازه جوړ کړی، چې د یو کیلو واټ برق په مصرف سره کولی شي په یوه ثانیه کې څلور متره مکعبه ککړه هوا کش او فلټر کړي.

هغه زیاته کړه چې په دغه فلټر درې سوه زره افغانۍ لګښت راغلی او د دغې او دې ته ورته نورو الیکترونیکي او نظامي اجناسو جوړولو لپاره ځانګړې طرحي لري، چې وار په وار به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د هوا له پلوه له ککړو هېوادونو ګڼل کیږي او په دې برخه کې پر زیات کار ټینګار کیږي.

تگ