حوت 29, 1401 11:31 Asia/Kabul
  • ورځنیو چارو ته نه لېوالتیا د ژور خپګان نخښه ده

د ارواپوهانو په باور هغه کسان چې د خلکو مخته له خبرو کولو څخه بیریږي، نو غالباً علت یې دا دی چې په کورنۍ کې یې مور و پلار یا نور مشران توند خویه وو. د دې لپاره چې خپلو ماشومانو ته د ښو خبرو کولو چل ور زده کړو په لوی لاس د هغوی شخصیت وژنه کوو، هغوی ته دا احساس ورکوو چې خبرې یې هیڅ ارزښت نلري نو ځکه په هیڅ ځای کې هم باید ونه غږیږي.

رحمتي

۱. په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو لخوا تهدید

د ارواپوهانو په باور هغه کسان چې د خلکو مخته له خبرو کولو څخه بیریږي، نو غالباً علت یې دا دی چې په کورنۍ کې یې مور و پلار یا نور مشران توند خویه وو. د دې لپاره چې خپلو ماشومانو ته د ښو خبرو کولو چل ور زده کړو په لوی لاس د هغوی شخصیت وژنه کوو، هغوی ته دا احساس ورکوو چې خبرې یې هیڅ ارزښت نلري نو ځکه په هیڅ ځای کې هم باید ونه غږیږي.

۲. ماشومان د مرغیو په شان په پنجیرو کې ساتل او بیرون لوبو ته نه پریښودل

موږ داسې فکر کوو که چیرې ماشومان له کوره بهر لوبو ته پریږدو نو بد اخلاقه کیږي، خو دا یو ښه او نظیف فکر ندی، ځکه ارواپوهان وايي؛ کوم ماشوم چې له کوره بهر یو څه وخت د ساعتیرۍ لپاره تیروي، د هغو ماشومانو په نسبت چې تل په کور کې وي او د کورنۍ لخوا ورته د تګ اجازه نه وي زړور، هوښیار او د حالاتو سره ښه بلد وي.

۳. په ښوونځیو کې د ښوونکو نه مسلکیتوب

په افغاني ټولنه کې دا عرف دی چې د مکتب د دورې تمبل شاګرد د کانکور په امتحان کې تعلیم او تربیې پوهنځی انتخابوي او چې ورته کامیاب شي، بیا نو هغه محصل چې د پوهنتون په دوره کې کمزوری یا په درسونو ښه نه پوهیږي، د فراعت وروسته په یو مکتب کې ښوونکی کیږي، ځکه په افغاني ټولنه کې د مکتب د معلمانو معاش کم دی او وړ او پوه اشخاص په کم معاش کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

۴. د ټولنیزې رسنۍ څخه محرومیت

رسنۍ د ولس ژبه ده، رسنۍ د اشخاصو د فکرونو او احساساتو جوړونکې دي. ډیری وخت په رسنیو کې وړ او باتجربه اشخاص د بحث لپاره رابلل کیږي، چې د هغوی د بحث په اوریدو کې د څو کتابو او افکارو ارزښت نغښتی وي.

د رسنیو پواسطه مونږ کولی شو خپل فکر تر نورو ورسو او د نورو ملتونو د تاریخ څخه هم خبر شو، چې له مخې دا زده کوو چې څنګه اوس هغوی پدې سټیج کې دي، د هغوی مثبتې او منفي نقطې د ځانه سره تحلیلوو، په مثبتو نقطو عمل کوو او د تیروتنو څخه یې پند اخلو ځکه یو عالم د پوه او ناپوه ترمنځ توپیر داسې بیانوي؛ (پوه هغه کس دی چې د نورو له تیروتنو څخه زده کړه کوي، مګر نايوه هغه کس دی چې د خپلو تیروتنو څخه پند اخلي).

د رسنیو څخه موږ جرئت اخلو ځکه په رسنیو کې بیلا بیل خلک خبرې کوي او د هغوی جرئت ته په کتو مونږ هم اغیزمن کیږو، ځکه رسنۍ هم یو محیط دی او هر څوک له محیطه رنګ اخلي.

۵. د کورنۍ د مشر یا نورو افرادو سره مجالسو او یا نورو پروګرامو ته نه تلل

مونږ خپل ماشومان د میلمه سره یوځای نه کینوو، ځکه مونږ فکر کوو چې ډیر امکان د دې شته چې ماشومان د داسې کړنو مرتکب وګرځی چې ډیر شرمونکی وي، خو دا یو سالم فکر نه دی، دلیل یې پدې کې دی چې د ښو سره کیناستل سړی ښې لارې ته رهنمايي کوي، همدارنګه د خبرو هنر هم ترې زده کوي.

۶. په ځان باور نه لرل

هر کله چې مونږ غږیږو نو داسې فکر کوو چې څه مونږ وایو یا خو تکراري دي او که نوي هم وي نو فکر کوو چې مهم نه دی او داسې انګیرنې له ځانه سره لرو چې که وغږیږو نو خلک به مو ډیر بد یاد کړي، خو بهتر فکر دا دی چې تل باید د ځان په اړه مثبت فکر ولرو ځکه په ځان اعتماد د سختو کړنو د ترسره کولو جرئت راکوي.

۷. د ښو او باتعلیمه ملګرو نشتون

د انګلیسي ژبې متل دی چې یو کس د ملګرو پواسطه پیژندل کیږي مطلب دا چې که ملګري ښه ول نو دا هم ښه دی او که چیرې ملګري بد ول، نو دی هم بد دي. په ژوند کې باید مونږ داسې ملګري ولرو ترڅو مو تشویق کړي او تل راته نیکې مشورې راکړي. مثبت فکر ولري او د وینا ښه مهارت ولري د ښې او با تعلیمه کورنۍ څخه وي.بلاخیره دوستانو د انسان فطرت دا دی چې هیڅکله له ځان څخه پورته شخص نه غواړي. او هیڅ کله د نورو تشویق او شابس ته طمعه مه کوئ او خپل لیاقت نورو ته وښيئ ځکه په پټه خوله هیڅکه هم خلک ستاسې په اړه نه پوهیږی.

تگ